منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ويسټ انډيز پر وړاندې سياليو لپاره افغان کرکټ لوبـډله اعلان شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٦): د ويسټ انډيز پر وړاندې د کرکټ يو ورځنيو او شل اووريزو سياليو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر او غړو د غويي په ١٩مه په يوه خبري ناسته کې د ويسټ انډيز پر وړاندې د درې يو ورځنيو او درې شل اووريزو سياليو لپاره د ملي لوبډلې د غړو نوملړ اعلان کړ.

د غوراوي کمېټې مشر نوروزمنګل وويل چې ويسټ انډيز تجربه لرونکي لوبغاړي لري، له دې کبله دوی هم هڅه کړې چې په ملي لوبډله کې باتجربه لوبغاړو ته ځای ورکړي.

د نوموړي په وينا، د افغان کرکټ ملي لوبډله به دوه ورځې وروسته هند ته سفر وکړي او هلته به ۱۵ ورځني تمريناتي کمپ کې ګډون وکړي، څو د ويسټ انډيز پر وړاندې لوبو لپاره نور هم چمتو شي.

نوروز منګل وويل چې له دغه تمريناتي کمپ څخه وروسته به ملي لوبډله د ويسټ انډیز پر لور روانه شي او د روان زېږديز کال د جون په ۲مه به له ويسټ انډیز سره لوبې پيلوي.

د کرکـټ بورډ غوراوي کمېټې د يو ورځنيو لوبو کې لاندې لوبـډله اعلان کړه:

اصغر ستانکزی لوبډلمشر، نورعلي ځدراڼ، جاوېد احمدي، عثمان غني، رحمت شاه زرمتی، ناصر جمال، محمدنبي عيسی خېل، سميع الله شينواری، ګلبدين نايب، راشد خان ارمان، شفيق الله شفق، شاه پور ځدراڼ، امير حمزه هوتک، دولت ځدراڼ، افسر ځاځی او فريد ملک.

په احتياطي لوبغاړو کې نوين الحق او شراف الدين اشرف شامل دي.

دغه راز د غوراوي کمېـټې د ويسټ انډيز پر وړاندې شل اووريزو لوبو لپاره جلا لوبډله اعلان کړه چې په لاندې ډول ده.

اصغر ستانکزی لوبډلمشر، نورعلي ځدراڼ، جاوېد احمدي، عثمان غني، محمد نبي عیسی خېل، سمیع الله شینورای، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشد خان ارمان، شفیق الله شفق، شاه پور ځدراڼ، امير حمزه هوتک، فريد ملک، دولت ځدراڼ او کريم جنت.

د يو بل خبر له مخې، د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان د کورني کرکټ د زونونو په کچه د غازي امان الله خان يو ورځنيو سياليو ته د الف يا (List A)  دريځ ورکړى دى.

د کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان د کورني کرکټ وروستیو پرمختګونو ته په کتنې سره د شپږیزه کرکټ لیګ ترڅنګ د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو ته هم د الف لسټ (List A) دريځ ورکړ.

سرچينې زياته کړې، په دغو سياليو کې ټول لوبېدونکي لوبغاړي به د کرکټ نړیوالې شورا د الف لسټ کې د لوبېدونکو لوبغاړو له معنوي امتیازاتو برخمن وي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ نړیوالې شورا دغه اقدام د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره یو اغیزناک ګام بولي چې له مخې به یې د کورني کرکټ اوسنی جوړښت لا پرمختګ ومومي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې