منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ترينکوټ کې د ناقانونه روغتيايي کلينيکونو ضد کمپاين پيل شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ١٩ غويى ٩٦): د اروزګان د عامې روغتيا مسوولين وايي چې په ښار کې د هغو روغتيايي کار کوونکو د فعاليت مخه نيسي چې په غير قانوني توګه خدمات وړاندې کوي .

د دغه ولايت د عامي روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل دغه څرګندونې د غويي په ١٩مه په ترينکوټ ښار کې د تاريخ تېر درملو او له جواز پرته د ناروغانو د کتنځايونو د کتنې پر مهال وکړې.

د نوموړي په وينا، په ترينکوټ کې لسګونه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه د جواز پر ته فعالیت کوي او دوي هڅه کوي چې د دغه ډول غير قانوني فعاليتونو مخه ونيسي .

ډاکتر مياخېل پژواک اژانس ته وويل چې دغه ډول کمپاين يې څو ځلې مخکې هم په لاره اچولى و خو وايي چې د يو شمېر زورواکو د لاسوهنو له امله دا کمپاين ناکامه شوى و.

هغه ژمنه وکړه چې دغه ځل به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په غير قانوني توګه روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

د عامې روغتيا رييس وويل چې د دوى ياد کمپاين به تر هغه دوام وکړي، څو ټول هغه درمل چې تر تاريخ تېر وي او په درملتونونو کې ساتل کېږي، راټول کړي او هغه کسان چې له جوازه پرته فعاليت کوي، مرکزونه يې وتړل شي.

دى وايي چې دغه ډول کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي چې دا کمپاين د اروزګان د والي په لارښوونه او د يوې ګډې کمېټې له خوا پيل شوى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه يې د يو شمېر درملتونونو او روغتيايي کلينکونو دروازې تړلې او ترې سخته څارنه کېـږي.

د ترينکوټ ښاريان د عامې روغتيا رياست او ولايت مقام له دغه کار څخه خوښ دي، خو په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د ښار يوه اوسېدونکي غلام نبي شجاع پژواک اژانس ته وويل چې ځيني روغتيايي کلينکونه يوازې سوداګري کوي، د خلکو ژوند ته يې هېڅ پام نه وي.

هغه زياته کړه چې حکومت بايد د دې ډول ډاکترانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا