کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٦): يوه کورني شرکت ته په پرله پسې ډول د ١١٠ ميليون ډالرو په ارزښت، د واټونو جوړولو د دوه پروژو ورکول له ډېر ابهام سره مخ شوي، خو اړونده چارواکي وايي چې ياده لړۍ په رڼه او قانوني ډول ترسره شوې ده.
د “رؤف عزيز” شرکت په دې تورن شوى چې د امريکا په تور لېست کې د ثبت او د هلمند د چاه انجنير د سړک جوړونې د ٣٣ کيلومترۍ پروژې پر خپل وخت د نه بشپړولوسربېره؛د بدخشان ولايت د اشکاشم-بهارک ترمنځ د ١٠٨ کيلومتره سړک پروژه ترلاسه کړې ده.
د فوايد عامې وزارت وايي چې د ګرشک-چاه انجنير پروژه په ١٣٩٤ لمريز کال کې او د بهارک-اشکاسم پروژه په ١٣٩٥ لمريز کال کې په ياد وزارت کې له پړاونو تېرېدو او ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي تدارکاتو کمېټې له څارنې وروسته؛ ياد شرکت ته ورکړل شوې دي.
د هلمند ولايت د انجنير-ګرشک سړک پروژه
د فوايدعامې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د رؤف عزيز شرکت د ٣١،٦ کيلومتره اوږدوالي او لس متره پلنوالي سره د هلمند ولايت د چاه انجنير د سړک جوړولو پروژه د ١٣٩٤ لمريز کال د تلې مياشتې په ١٤ مه ترلاسه کړه او د قرارداد پر بنسټ؛ کار يې بايد د ١٣٩٦ لمريز کال د ليندۍ تر وروستيو پورې بشپړ شي.
خو سيمه ييزې سرچينې وايي، په داسې حال کې چې د يادې پروژې د بشپړېدو نېټې ته يوازې اووه مياشتې پاتې دي، خو کار يې تر اوسه ٣٠ سلنه بشپړ شوى دى.
د بهارک-اشکاشم سړک جوړولو پروژه
په داسې حال کې چې د يادې پروژې اجرايي چارې په ټکنۍ توګه روانې دي او امکان نه لري چې دغه سړک دې په ټاکل شوې موده کې ګټې اخيستو ته وړاندې شي؛ اوسمهال د بهارک-اشکاسم سړک هم ياد شرکت ته ورکړل شوى دى.
د هغه سند پر بنسټ، چې د فوايد عامې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته ورکړل شوى؛ د بدخشان د بهارک-اشکاشم سړک د ١٣٩٤ لمريز کال د وږي مياشتې په درېيمه ، د تدارکاتو ملي ادارې له لوري نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شو چې په ياده داوطلبۍ کې د ترکي شريک ” Duycs “، شرکت په ګډون “رحمت سادات” شرکت، د ترکي شريک شرکت “اوزدمير” په ګډون د “رؤف عزيز” شرکت او د “Qingdao” چينايي شرکت ته وړاندې شو.
په ياد سند کې راغلي، د ١٣٩٤ لمريز کال د لړم په ٢٥ مه د هر غوښتونکي شرکت وړانديز د فوايد عامې وزارت د تدارکاتو ادارې له لوري له تخنيکي پلوه وڅېړل شو، چې له هغه وروسته د ١٣٩٥ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې د ملي تدارکاتو ادارې له تاييد وروسته د اسيا پراختيايي بانک (ADB) چې د يادې پروژې مالي ملاتړ کوونکى دى؛ ولېږل شو او ياد بانک هم د همغې مياشتې په ٢٣ مه ، د هغو څېړنو پايله چې په ترڅ کې يې د “رؤف عزيز” شرکت له خپل ترکي شريک “اوزدمير” سره ګټونکى اعلان شوى و، تاييد او ياد شرکت له خپل بهرني شريک سره د پروژې ګټونکي اعلان شول.
پر فساد د فوايد عامې وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې تورن کېدل
د رحمت سادات شرکت استازى زيرک سادات چې په دغه داوطلبۍ کې شامل و، وايي د فوايد عامې وزارت د رؤف عزيز شرکت د شرکتي معيارونو خلاف ګټونکى اعلان کړى، په داسې حال کې چې ياد شرکت د ناسمې مخينې له امله د امريکا له لوري په تور لېست کې شامل شوى دى.
هغه وويل:”د فوايد عامې وزارت د تدارکاتو ادارې، زموږ د شرکت تخنيکي وړانديز د نامعلومو دليلونو له امله رد کړ، چې له هغه وروسته يې له همدې امله د داوطلبۍ دويم پړاو چې مالي وړانديز په کې شامل دى؛ اعلان نه کړ.”
سادات زياته کړه: “د فوايد عامې وزارت له دې پرته چې زموږ د شرکت کاري مخينه په پام کې ونيسي؛ ويلي چې ياد شرکت د سترو پلونو د جوړولو وړتيا نه لري او پر دې سربېره چې موږ بانکي ضمانت هم درلود؛ دوى يو جعلي سند چمتو کړى او د تدارکاتو ملي کميسيون ته يې په واک کې ورکړى چې د رحمت سادات شرکت کمزورى بانکي تضمين لري.”
نوموړي دغه راز د يوه داسې سند کاپي هم پژواک ته په واک کې ورکړه، چې د ١٣٩٢ د زمري مياشتې په ١١ مه ؛ امريکايي ځواکونو د رؤف عزيز شرکت په اړه ليکلي او د ياد هېواد ټولو بنسټونو ته يې سپارښتنه کړې، څو تر شپږ کلونو پورې “د ١٣٩٧ کال د زمري ١١ مې” نېټې پورې د رؤف عزيزي شرکت ته د پروژې له ورکړې ډډه وکړي.
په ياد مکتوب کې چې د ولسي جرګې له لوري هم څېړل شوى او د يادې جرګې مهر هم په کې تر سترګو کېږي، څرګنده شوې چې ياد شرکت د خرابې کاري مخينې له امله پر شرايطو برابر نه دى او ياد شرکت په دغه موده کې د امريکا له لوري تمويلېدونکې پروژې نه شي ترسره کولى.
د رحمت سادات شرکت استازي ادعا وکړه، د رؤف عزيز شرکت پر دې سربېره چې له دې وړاندې د چاه انجنير پروژه کې هم پاتې راغلى، خو بيا يې هم له فوايد عامې وزارت څخه دغه ستره پروژه ترلاسه کړې ده.
د وزيرانو شورا ناستې د ٣٠ شمېر مصوبې پر بنسټ، چې د ١٣٩٢ لمريز کال د زمري په ٢٩ مه پژواک ترلاسه کړې، کوم قراردادي شرکت نه شي کولى چې کوم بل قرارداد له دولتي ادارې سره لاسليک کړي، بلکې دا چې د لومړني قرارداد ټولې ذکر شوې مادې يې عملي کړې وي.
د رحمت سادات شرکت استازى د وزيرانو شورا دغې مصوبې ته په اشارې سره وايي، د فوايد عامې وزارت په داسې حال کې چې ښه پوهېده چې له دې وړاندې پروژه يوازې ٣٠ سلنه ترسره شوې او په خپل وخت کې به بشپړه نه شي، خو بيا يې هم ياد شرکت يوه نوې پروژه ورکړې ده.
هغه اسناد چې د رحمت سادات شرکت له لوري پژواک ته په واک کې ورکړل شوي، تر سترګو کېږي چې د رؤف عزيز شرکت له لوري د پروژې د ترلاسه کولو لپاره د فوايد عامې وزارت ته وړاندې شوي؛ د ياد شرکت لاسليکونه په کې توپير لري.
زيرک سادات ورته مهال ادعا وکړه چې د پروژې ګټونکى شرکت (روف عزيز) يوازې د امتياز ترلاسه کولو او د نوو پروژو د ترلاسه کولو لپاره د باور موندلو لپاره په قرارداد کې يوازې د شرکت د نوم پر يادولو قناعت کړى، خو ټوله ګټه يې يوه بل شرکت ته چې وزير په کې رول لري؛ ورکول کېږي.
د هغه د ادعا له مخې، د يادې پروژې اجرا او مالي ګټه د “عمران” په نوم يوه ودانيز شرکت ته چې د وزارت سرپرست يې پخوا مرستيال و؛ سپارل شوې او د وزارت سرپرست (محمود بليغ) تر اوسه له عمران شرکت سره خپلې اړيکې ساتلې دي.
د ولسي جرګې د اړونده کميسيونونو له لوري د رؤف عزيز پر شرکت د وارد شوو تورونو تاييد
د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کميسيون مشر عبيدالله بارکزي پر ياد شرکت د وارد شوو تورونو د تاييد ترڅنګ وويل، چې د فوايد عامې وزارت په قراردادونو کې فساد خپل اوج ته رسېدلى دى.
نوموړي زياته کړه: ” موږ د بهارک – اشکاشم سړک پروژه کې د يوې کمپنۍ له لوري د فساد شکايتونه ترلاسه کړل اوکمېسيون له هر اړخېزې څېړنې او ارزونې وروسته دې ته پام شو چې د دې شرکت حق تلف شوى دى.”
بارکزي وويل چې په دې برخه کې د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون څېړنې ښيي چې ان د “چاه انجير” پروژه چې روف عزيز شرکت ته ورکړل شوې ده د تدارکاتو قانون، د وزيرانو شورا د مصوبو احکامو او ملي تدارکاتو قانون خلاف عمل دى.
د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون مشر وويل، دا کمېسيون له حکومت څخه غواړي چې يادو پروژو کې د قانوني پړاونو له پامه غورځول او د کليدي کسانو جعلي اسنادو، د پروژې په شرط پاڼه کې د ناسمې ماشينري ليکل او د دې شرکت بدې مخينې پربنسټ، لږ ترلږه نوي قرارداد شوې پروژې بايد فسخ اعلان شي او بيا يې دواطلبي ته وړاندې کړي.
د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون مشر وويل چې د ١٣٩٥کال چنګاښ مياشت کې د ياد قرارداد فسخ کولو او د دويم ځل لپاره داوطلبي ته د پروژې وړاندې کولو په تړاو د ولسي جرګې له لوري د اسيا پراختيايي بانک( د دې پروژې يو مالي مرسته کونکى) ملي تدارکاتو کمېسيون، فوايد عامې وزارت او لويى څارنوالۍ ته مکتوبونه استول شوي دي.
عبيدالله بارکزي وويل چې ولسي جرګې د فوايد عامې وزيرمحمود بليغ له دې امله بې واکه کړ چې د ١٣٩٥لړم مياشت کې وزير په ځانګړې توګه د بهارک – اشکاشم پروژه کې په لوړه کچه فساد کې ښکېل و.
د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون مرستيال کمال صافي هم د شکايتونو اوريدو کمېسيون مشرڅرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې د دې کمېسيون موندنو له مخې د روف عزيز شرکت له فوايدعامې وزارت سره د يو ناسم جوړجاړي پربنسټ د بهارک – اشکاشم پروژه ترلاسه کړې ده.
د هغه په وينا، روف عزيز شرکت بايد د پروژې اسنادوکې د درغلي اوسړغونې او اداري فساد له امله د ملي تدارکاتو ادارې په تورلېست کې شامل شي او د دې شرکت د نوې پروژې تړون دې هم لغوه شي.
صافي زياته کړه :” د روف عزيزشرکت بايد د تدارکاتو ملي کمېسيون قانون د ١٦،٢٢،٤٨ او ٤٩موادو او وزيرانو شورا د ١٨ګڼې مصوبې له مخې نه يوازې چې د بهارک- اشکاشم پروژه نه شي ترسره کولى، بلکې د اساسي قانون د ٤٩مادې پربنسټ بايد له دوو کلونو کمه موده کې ، داوطلبي ګانوکې له ګډون څخه محروم شي.”
کابل کې د امريکا سفارت د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د روف عزيز شرکت د ياد هېواد په تورلېست کې شامل دى اوکه نه ، وويل چې دا موضوع سفارت اړوند نه ده اړتيا ده چې د غوڅ ماموريت (ناټو) له قوماندانۍ څخه په دې اړه پوښتنه وشي.
د پژواک هڅو سره بياهم د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندانۍ تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
له روف عزيز شرکت اوشريکانو سره يې د تړون لاسليکولو لاملونه
خو د فوايد عامې وزارت سرپرست وايي چې د روف عزيز او اوزدمير ترکي شرکتونو د نورو دوو شرکتونوپه پرتله د بهارک- اشکاشم پروژې ترسره کولو لپاره د ټيټې بيې په وړاندې کولو سره، ګټونکي اعلان شول.
محمود بليغ وويل چې يادو دواړو شرکتونو وړاندېزکړى و چې ياده پروژه چې د فوايدعامې وزارت له لوري ١٢٦ميليون ډالره اټکل شوې وه په لږ لګښت(٩٨ميليونو او٨١٣ زره ډالرو) ترسره کړي.
د هغه په وينا، روف عزيزشرکت د تدارکاتو قانون له مخې ګټونکى اعلان شو او د رحمت سادات شرکت چې و نه توانيد دا پروژه ترلاسه کړي هغه مهال يې د داوطلبي پايله منلې وه.
نوموړي زياته کړه:” د داوطلبوشرکتونو افرونه (وړانديزونه ) دفوايد عامې وزارت له ارزونې وروسته د ملي تدارکاتو کمېسيون ته استول کېږي او د دې ادارې له تاييد څخه وروسته بېرته د فوايد عامې وزارت ته استول کېږي څو تړون لاسليک شي چې دا پړاونه دواړو پروژوکې عملي شوي دي.”
بليغ يادونه وکړه چې رحمت سادات او د هغه ترکيي شريک له لوري تخنيکي وړانديزکې د نامسوول کس لاسليک، د مالي ضمانت اسنادو نشتون، د ډيزاين په وړاندې کولو کې پاتې راتلل او د لس مترو په واټن د کانکريټي پلونو جوړول او د خپل شريک له لوري د ليکل شوي جواز نه درلودو له امله و نتوانېد چې دا تړون ترلاسه کړي.
د فوايد عامې وزارت سرپرست په ورته وخت کې وويل چې رحمت سادات شرکت له دې امله چې جعلي بانکي تضمين يې راوړى و د وزارت له لوري په تورلېست کې شامل شو.
خو هغه د خپلو خبرو په دوام وويل چې تورلېست کې د دې شرکت شاملېدو بل لامل دا و چې دې شرکت د ٤٠٠ زرو افغانيو په ارزښت د پروژې کارترسره کړى و ادعا يې کړې وه چې ١١ ميليونه ډالره لګښت پرې راغلى دى.
بليغ زياته کړه چې چينايي شرکت د بهارک – اشکاشم درېيم داوطلب ودانيز شرکت ” Qingdao” و چې هغه هم د داوطلبي له بهيرڅخه حذف شوى چې لامل يې د کمې مودې مالي ضمانت و.
نوموړي د چاه انجير پروژې ټکني پرمختګ ته په اشارې سره وويل چې دا پروژه د ناوړه امنيتي وضعيت او طالبانو فعاليت له امله له پلان سره سم پرمخ نه ده تللې.
محمود بليغ په ورته وخت کې د امريکا په تورلېست کې د روف عزيز شرکت شاملولو په اړه بې خبري وښوده اوله عمران شرکت سره يې د خپلو اړيکو تور هم رد کړ.
نوموړي يادونه وکړه چې تر١٣٩١کال پورې د عمران شرکت مرستيال و او د هغه د دندې پرمهال چې سرپرست وزير و، په مستقيم او غيرمستقيم ډول هېڅ پروژه ياد شرکت ته نه ده ورکړل شوې.
محمود بليغ زياته کړه :” د پروژې ورکړه زما له واکه لوړه موضوع ده او پروژه د تدارکاتو ملي کمېسيون، تمويل کونکي ادارې او د وزارت تدارکاتو کمېسيون له فلټرڅخه تېريږي او دا ادعا په بشپړ ډول بې بنسټه ده.”
د تدارکاتو ملي کميسيون مشريما ياري د يو بهرني هېواد په تورلېست کې د يوشرکت شاملول او افغانستان کې د هغه شرکت پر اعتبار د اغيز په اړه وويل چې هر هېواد د دې کار لپاره خپل دلايل لري.
نوموړي زياته کړه :” د تدارکاتو ملي کمېسيون تورلېست کې د روف عزيز شرکت شاملول چې له قراردادونو څخه د محرومولو يوازينۍ مرجع ده وويل، موږ خبر نه يوو چې ايا دا شرکت د کوم بهرني هېواد تور لېست کې شامل دى او که نه.”
خو ياري په ډاګه کړه چې اعتراض کونکى شرکت په خپله د تدارکاتوملي اداري په تورلېست کې شامل دى او نه شي کولى چې پروژې ترلاسه کړي، کومه موضوع چې د رحمت سادات شرکت مشر يې دسيسه بولي او ادعا کوي چې دا موضوع د دواطلبۍ له بهيرڅخه وروسته وړاندې شوې ده څو دې بهيرکې د روڼتيا نشتون اعتراض بې اغېزې او يا کمرنګه کړي.










