منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سبا د پولیو ضد واکسین سراسري کمپاین پیلېږي

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي، د پوليو پر ضد د روان کال پسرلنى دويم سراسري کمپاين سبا په ټولو ولايتونو کې پيلېږي چې په ترڅ کې به يې ۹،۵ میلیونه ماشومان واکسين شي.

له دغه وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپاين د يونيسف او روغتيا نړيوالې ادارې په مالي او تخنيکي مرسته د غويي په ٢٥مه پيلېږي او د درېيو ورځو لپاره به دوام ومومي.

سرچينه کاږي، د دغه کمپاين له لارې به له پنځو کالو څخه د لږ عمر نږدې ۹،۵ میلیونه ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسين شي او د ۲- ۵ کلونو تر منځ ۵،۷ میلیونه ماشومانو ته به د چينجیو ضد تابلیت (البندازول) ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز د دغه کمپاین پر اهمیت ټینګار کړى او ويلي یې دي، د پولیو د ډېر خپرېدو موسم پیل شوی او  باید تر پنځو کلونو لاندې هر ماشوم ته هر ځل، د پولیو واکسين دوه څاڅکي ورکړل شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دغه کمپاین کې څه باندې ۶۷زره روزل شوي روغتیايي کار کوونکي، په ټول هېواد کې کور په کور ګرځي او د ټولو کورنيو د دروازو په ټکولو سره، د هغوی ماشومان د دې دایمي معیوبوونکې او ان وژونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسين کوي.

سرچينه زياتوي، د دې درېیو پرله پسې ورځو سربېره، د همدې اوونۍ د جمعې په ورځ روغتیايي کارکوونکي کورنیو ته بیا ورځي، څو هغه ماشومان واکسین کړي، کوم چې د کمپاین په تېرو درېیو ورځو کې له واکسین کولو څخه پاتې شوي وي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د روان زېږدیز کال له پیله تر دې مهاله درې پېښې په کندهار، هلمند او کندوز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د دغو پېښو شمېر په ۲۰۱۶ کال کې ۱۳ ته رسېده.

د يادولو ده، کابو يوه مياشت وړان پولیو ضد واکسیندې (د وري ٢٨مه) هم د عامې روغتيا وزارت په ٢٧ ولايتونو کې د پوليو پر وړاندې د څه کم ٧ ميليونو ماشومانو د واکسين کولو کمپاين پيل او ترسره کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا