منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:14 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصادغړي

د اسيا پراختيايي بانک د “ورېښمو” تاريخي لارې د بيارغونې ملاتړ کوي

· 2 دقیقې لوستل · 80 کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): د اسيا پراختيايي بانک وايي چې د ورېښمو تاريخي لارې د بيارغونې له پروژې ملاتړ کوي.

د اسيا پراختيايي بانک مشر تکي کونيکاو (Takehiko Nakao)، د جاپان په يوکو هاماى ښار کې د ياد بانک د پنځوسمې ناستې په څنډه کې د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې د دغه ټکي د څرګندولو تر څنګ وويل چې د اسيا پراختيايي بانک د اسيايي هېوادونو د ودې او پراختيا راتلونکو پروګرامونو کې له خپلو ٥٠ کلنو تجربو او نوښتونو اعظمي ګټه اخلي.

د اسيايي بانک دغه لوړپوړي چارواکي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې سيمه ييزه همکاري او نښلېدنه چې په دې تجربو کې شامله ده، تر ٢٠٣٠ کال پورې د بانک په ستراتيژۍ کې ځاى ورکړل شوى.

تيکاو د ورېښمو لارې د بيارغونې په اړه چې له افغانستانه تېرېږي او د اسيا لويه وچه له اروپا او افريقا سره نښلوي، وويل: ((د اسيا پراختيايي بانک د کرک پروژه، د ورېښمو لارې د بيارغونې پروژې ملاتړ کوي.))

پر دې سربېره د اسيا پراختيايي بانک مشر څرګنده کړه چې د نړۍ د درېيو سترو لويو وچو د نښلولو پروژې (يو کمربند، يوه لار)  له اقتصادي اړخه به د نړۍ ګڼ هېوادونه ګټه واخلي.

د اسيا نړيوال پراختيايي بانک پنځوسمه کلنۍ ناسته  د ٢٠١٧ کال د مې مياشتې له څلورمې تر اوومې نېټې پورې په جاپان کې ترسره شوه.

تکي کو نيکاو وويل چې د ياد بانک له کلنۍ ناستې موخه د يو کال وړاندې کارونه څېړنه او د بانک له نوو تجربو د ګټه اخيستنې نوې لارې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

شاه محمود هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد
سوداګري او اقتصاد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

سوداګري او اقتصاد

سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی

سوداګري او اقتصاد

افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا هوکړه وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

سوداګري او اقتصاد

خوست کې د جلغوزیو سوداګر د صادراتو او پروسس اسانتیاوې غواړي

سوداګري او اقتصاد

د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته د سفر بلنه ورکړې ده

سوداګري او اقتصاد

هرات کې ښځینه پلورونکې؛ له کورني محدودیتونو په بازار کې تر کاره