منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شپږيزه کرکټ ملي سياليو لوبډلې په لوړه بيه وپلورل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل  (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): د افغانستان د کورني کرکټ په تاريخ کې د  لومړي ځل لپاره د شپږیزه ملي کرکټ سياليو لوبډلې د داوطلبۍ له لارې په لوړه بيه وپلورل شوې.

ټاکل شوې ده د شپږيزه شل اووريز کرکټ ملي سيالۍ د روان زېږديز کال په اګسټ يا سپټمبر مياشت کې په کابل کې ترسره شي.

د يادو لوبډلو د داوطلبۍ مراسم پرون په کابل کې ترسره شول، چې د کرکټ بورډ مسوولينو او غړو، د کابينې وزيرانو، د مشرانو جرګې رييس، د خصوصي شرکتونو مسوولينو او ملي سوداګرو برخه اخيستې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل وويل چې دا ځل ملي او نړيوال سوداګر په شپږيزه ليګ کرکټ کې پانګونه کړې ده.

هغه زياته کړه چې شپږيزه به سږ کال د نورو کلونو پرتله له ډېرو نوښتونو ډکه وي ، دا ځل به د ملي او نړيوالو لوبغاړو تر څنګ نړيوال لوبڅاران او روزونکي هم له بهرنيو هېوادونو را وغواړي.

د ښار جوړونې وزير سيد منصور سادات نادري د کرکټ بورډ او افغان کرکټ ملي لوبډلې د تېرو څلورو مياشتو په لاسته راوړونو رڼا واچوله او خوښي يې څرګنده کړه چې دوى په ملي او نړيواله کچه لاسته راوړنې درلودلې.

نوموړي له ملي سوداګرو مننه وکړه چې د کرکټ بورډ او کرکټ ملي اتلانو د ملاتړ په موخه د پانګونې لپاره سره يو ځای شوي دي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار له ملي سوداګرو وغوښتل چې د شپږيزه ليګ پوره ملاتړ وکړي.

ورپسې د شپږيزه ليګ لوبډلې داوطلبۍ ته وړاندې شوه چې پر مهال یې ملي او نړيوالو سوداګرو خورا لېوالتيا وښوده او هر سوداګر هڅه کوله چې په شپږو لوبډلو کې يوه واخلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل د داوطلبۍ په پايله کې د شپږيزه کرکټ ليګ شپږ لوبډلې په خورا لوړ ارزښت وپېرل شوې.

د هغه په وينا، د کابل بازانو لوبډله د جنرال پټروليم شرکت له خوا په ٨٩زره امريکايي ډالر،
د سپين غر زمريانو لوبډله د مسلميار ګروپ لخوا په ٦٩ زره امريکايي ډالره،
د بند امير ښامارانو لوبډله د پاراګون تجارتي ګروپ لخوا په ١٥٠ زره امريکایي ډالره او د بوست ساتونکو لوبډله د عارف عظيم ګروپ لخوا د ٨٠ زره امريکايي ډالرو وپيرله شوه.

دغه راز د امو نهنګانو لوبډله د المصافي شرکت لخوا ١١٠ زره امريکايي ډالرو او د مس عينک اتلانو لوبډله د وزيرزي ګروپ لخوا د ٩٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت وپېرل شوه.

د غونډې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او د لوبډلو د امتیاز اخیستونکو شرکتونو تر منځ د لوبډلو د امتياز درې کلن هوکړه ليک هم لاسليک شو.

د جنرال پيټروليم ګروپ استازي محبوب الله خان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له شلو کلونو راهيسې د افغانستان کرکټ مالي ملاتړ کوي.

هغه وايي چې شل کاله مخکې دوى يوازې د جنرال په نامه فعاليت کاوه او هغه مهال يې د افغانستان له کورني کرکټ سره يې کړې دي.

د نوموړي په وينا، دوى څو مياشتې مخکې د ايرلينډ او افغانستان تر منځ د يو ورځنيو او شل اووريزو سياليو مالي ملاتړ کړى و.

محبوب زياته کړه: ((موږ يوازېنۍ موخه د افغانستان کرکټ، ملي لوبډلې او د کرکټ ادارې ته وده او پرمختګ کول دي، که په دې برخه کې زموږ له لوري هر ډول مرسته وغواړي، نه یې سپموو.))

ده وويل، کرکټ ځکه انتخاب کړى چې دا لوبه ډېرې لاسته راوړنې، په هېواد کې يې ملي يووالى رامنځته کړى او هېوادوالو ته يې خوښي ورپه برخه کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې