ګردېز (پژواک، ٢٨ غويی ٩٦): د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سانګې وهنې تاريخي او دوديزې لوبې ته دې (نيزه بازۍ) ته پاملرنه وشي، څو دغه لوبه بېرته را ژوندۍ شي.
سانګه وهنه د افغانستان تاريخي او دوديزه لوبه ده. دغه لوبه د پکتيا، پکتيکا او غزني تر څنګ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ترسره کېږي.
پخوا سانګه وهنه د نوي کال او د کال په نورو ځانګـړو ورځو او مېلو کې په جوش او جذبو ترسره کـېده، خو اوږدو جګـړو د بلې هـرې برخې په څېر لوبو او مېلو ته هم سخت زيان اړولى دى او له ډېرې مودې راهيسې دغه لوبه نه ده ترسره شوې.
خو اوس له ډېرو کلونو وروسته د پکتيا ولايت ځيني ځوانانو دا تاريخي لوبه بيا را ژوندۍ کـړې او د دې لوبې د پاللو او ساتلو په موخه د هـرې جمعې په ورځ په ګـردېز کې سانګه وهنه کـوي.
خو دوی له تيږو ډک او نامناسب ځای کې لوبه کـوي او د يادې تاريخي لوبې د بيا احيا او نړيوالې کـولو هيلې پالي.
د دغو ځوانانو له ډلې نوراحمد د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه يې په زرمت کې زده کـړې او له څه مودې راهيسې د ګـردېز دويمې حوزې اړوند سيمه کې سانګه وهنه کوي.
نوراحمد وايي، سانګه وهنه پخوانی خوند او رنګ نه لري؛ ځکه په خبره يې د دې لوبې د ترسره کـولو لپاره يې ځانګـړی ميدان او امکانات په واک نشته.
ده وويل: ((ډېر وخت کېږي چې دا لوبه مو شروع کړې ده، نه ميدان لرو، نه کومه بله اسانتيا؛ دا لوبه بېخي ورکه وه، اوس موږ شروع کـړې ده، اوس لپاره موږ ۷ کسان يو چې ځيني دلته ګـردېز کې يو او ځيني له زرمت ولسوالۍ څخه راځي.))
يو بل سانګه وهونکي نثاراحمد هم د اسونو او د لوبې د مناسب ځای نشتوالی د دې لوبې پر وړاندې لويه ستونزه بولي او وايي که د لوبې ښه کـېدو ته کار وشي، نو په کـم وخت کې به زيات مينه وال ولري.
دی وايي: ((اسونه کم دي، وسايل نشته، مخکې به ډېر اسونه وو، خو اوس يوازې پنځه يا شپږ اسونه لرو؛ ميدان ډېر نامناسب او له تيږو ډک دی، نن هم د يو اس پښې په تيږو خوږ شوې، اوس منډه نه شي کـولی.))
د سانګې وهنې يوه تنظيموونکي ګل زمان پژواک ته وويل چې د لوبې د اسونو ځانګـړې ساتنه او پالنه کـېږي او ځانګـړي خـواړه ورکـوي کېږي.
د ده په خبره، سانګه وهونکى بايد مټور او تکـړه ځوان وي، څو اس کابو کـړي او په چټکـتيا په ځمکه کې خښ شوی لرګی واخيستلی شي.
login or register a new account.