منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د فوټسال په اسيايي سياليو کې بحرين ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٦): افغانستان د فوټسال اسيايي سياليو کې بحرين ته ماتې ورکړه، خو په دې سياليو کې له مخکې تګ څخه پاتې شو.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د فوټسال اسيايي سيالۍ په تايلينډ کې روانې دي.

هغه زياته کړه چې افغانستان د خپل ګروپ وروستۍ لوبه نن له بحرين سره ترسره کړه او د دغه هېواد لوبدلې ته يې پنځه پر يو ماتې ورکړه.

کاظمي وايي چې افغانستان له دې بريا سره ٩ نومرې ترلاسه کړې او په خپل ګروپ کې يې درېيم مقام خپل کړ، خو له مخکې تګ څخه پاتې شو.

د نوموړي په وينا، له هر ګروپ څخه دوه- دوه لوبډلې مخکې ځي او له دغه ګروپ څخه عراق او تايلينډ دويم پړاو ته لاره پيدا کړې ده.

افغانستان تر دې مخکې په دې سياليو کې ماليزيا او بروناى دارالسلام ته هم ماتې ورکړې وه‌، خو له عراق او تايلينډ څخه يې ماتې خوړلې وه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې ګډون کوونکي هېوادونه په درېيو ګروپونو وېشل شوي دي.

په الف ګروپ کې افغانستان، بروناى دارالسلام، تايلينډ، بحرين، عراق او ماليزيا، په ب ګروپ کې ويتنام، جاپان، تايپه چين، تاجکستان او اندونيزيا، په ج ګروپ کې ازبکستان، قطر، لبنان، ميانمار او هانګ کانګ او په د ګروپ کې ايران، قرغېزستان، چين، مغلستان او متحده عربي امارات لوبډلې شاملې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې