کابل(پژواک، ٣١ غويى ٩٦): ارام کول انسان ته ځواک او سکون ورکوي او د انسانانو د ژوند يوه داسې برخه ده چې انکار ترې نه شي کېدای.
دا چې د اسلام مبارک دين د ژوند په ټولو برخو کې مسلمانانو ته لارښود دى، د استراحت په تړاو يې هم خپلو پيروانو ته سپارښتنې کړې دي.
په دې اړه خداى تعالى په قرانکريم کې فرمايلي دي:"خوب مو تاسې ته د راحت وسيله ګرځولى، په خوب کې د انسان راحت نغښتى دى."
ديني عالمان هم وايي چې خوب د انسان په جسمي او رواني ارامتیا کې رول لري چې له لارې يې بېرته بدني ځواک ترلاسه کېږي.
د هېواد ديني عالم شمس الرحمن فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې استراحت کول انسانانو ته قوت ور بښي، انسانان کولى شي چې په خوب کولو سره خپل غمونه هېر کړي، روحي او جسمي ارام ترلاسه کړي.
خو نوموړي زياته کړه چې د شريعت او قران کريم له نظره د خوب کولو راز او حقيقت له الله تعالى سره دى، له اقدس ذات نه پرته يې بل څوک په اړه نه پوهېږي.
فروتن د خوب د ګټو په اړه وويل چې الله تعالى فرمايلي: ((موږ شپه ستاسې د ارام او سکون لپاره پيدا کړې، څو خوب وکړئ او د خوب له لارې سکون ترلاسه کړئ.))
د نوموړي په باور، که چېرې خوب نه وي، انسانان له کاره خسته او ستړي کېږي او پايله يې لېونتوب دى.
د طبابت نړۍ هم د اسلام مبارک دين له احکامو په الهام اخيستو سره پر خوب کولو ټينګار کوي او دې پايلې ته رسېدلې چې د انسانانو سلامتيا او بيداري تر ډېره په ښه او کافي خوب پورې تړلې ده.
د خوب په اړه ارواپوهنيزې څېړنې هم څرګندوي چې ټول موجودات خوب ته اړتيا لري، له پخوانيو زمانو نه رانيولې تر اوسه پورې خوب کول د ځمکې پر سر د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو د ژوند د پايښت بنسټيز شرط دى.
د کابل رواني روغتون د رواني ناروغيو متخصص ترينر ډاکتر سيد نجيب الله جاوېد باور لري چې خوب د ژوند نوم دى، له خوب پرته ژوند امکان نه لري.
ډاکتر جاوېد وويل چې د انسان ژوند درې برخې لري چې دوې برخې يې خوب او يوه برخه يې په بيدارۍ پورې اړه لري. د انسانانو د رواني ارامۍ او سلامتيا لپاره استراحت کول اساسي او اړين شرط دى.
ډاکتر جاوېد له پژواک سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د خوب په اړه شوې څېړنې څرګندوي چې خوب کول په ژوند کې يوه داسې پديده ده چې سترګې ترې نه شو پټولى، د انسان د وجود په فزيکي جوړښت کې مهم رول لري او د انسان د نارمل ساتنې لامل ګرځي.
پر دې سربېره خوب کول له کار او فعاليت سره د انسان لېوالتيا ډېروي او هغه بيا خپل ورځني کارونه په ښه ډول ترسره کوي.
نوموړي زياته کړه چې د خوب کچه سني درجو ته په پام سره په انسانانو کې توپير لري، خو يو عادي انسان په ٢٤ ساعتونو کې له ٦ تر ٩ ساعته خوب ته اړتيا لري، خو په ماشومانو کې فرق کوي. ځيني ارواپوهان وايي چې په بېلابېلو حالاتو (عصبانيت، جګر خوني، بې حوصلې توب او ناروغي) کې خوب کول د انسانانو د ارام لامل ګرځي.
د کابل پوهنتون د ارواپوهنې استاد زکريا بارکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې خوب کول انسانانو ته روحي او جسمي ارام ورکوي او د دې لامل ګرځي چې انسانان يې پر بنسټ خپل ورځني کارونه په ښه ډول تنظيم کړي.
د ارواپوهنې استاد زياته کړه چې د خوب کولو او استراحت له لارې د انسان فزيولوژي جوړښتونو کې يو ډول بدلونونه راځي، د زړه ضربان ښکته ځي او غورځېدل يې کمېږي، د بدن حرارت کې هم کموالى راولي.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې وپوهېږو چې بد خوبي، بې خوبي او د خوب ګډوډۍ زموږ په ژوند کې څه اغېز لري، دا مقوله به جدي ونيسو.))
د نوموړي په باور، څوک چې روغه سټه ولري او د خوب اداب رعايت کړي، هم ښه خوب کوي او هم بد خوبونه نه ويني؛ ځکه چې بد خوبونه هم غالبا د خوب د ادابو د نه رعايت پايله ده.
د دغه کارپوه په خبره، خوب انسانانو ته ارامي ورکوي، مغز يې فعالوي او ځواک يې زياتوي، حافظې ته پياوړتيا وربښي، د انسانانو فشار کموي، د روغتيا احساس کوي او د بدن د ساتونکي سيستم وړتيا يې اوچته پاتې کېږي.
خوب کول د ټولو انسانانو تر منځ يو ډول نه وي او انسانان هم د خوب موثريت او کيفيت تاييدوي.
اته ويشت کلن زبير چې په کابل ښار کې د يوه خصوصي پوهنتون محصل دى، خوب يوه الهي ورکړه بولي چې انسان ورته د خپلې سلامتيا لپاره اړتيا لري.
هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((خوب مې ښه دى، د يوه منظم مهالوېش له مخې په ٢٤ ساعتونو کې اته ساعته خوب کوم، نه پرېږدم چې خوب مې خراب شي.))
هغه زياته کړه چې که چېرې کم ويده شي، سبا ته بيا خپل کارونه نه شي کولى، په څنګ کې يې د ورځې په اوږدو کې د بې حوصله ګۍ احساس کوي، په خپلو کارونو کې زړه تنګى وي.
خو دېرش کلنه نازنين چې په يوه خصوصي اداره کې کار کوي، وايي چې په ٢٤ ساعتونو کې له شپږو ساعتونو کم خوب کوي چې لامل يې کاري خستګي او کمه حوصله ده.
دې مېرمنې وويل چې موظف ډاکټر ورته سپارښتنه کړې چې په داسې حالاتو کې بايد ويده شي، څو روحي او جسمي وضعيت يې ښه والى ومومي.
نازنين زياته کړه چې په رښتيا هم له خوبه وروسته ورڅخه ټوله خستګي، اندېښنې او سردرد چې له خوب مخکې ورسره مخ وي، لرې کېږي او انسان ته ښه او خوښوونکی حالت ور په برخه کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










