ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې ٢٥ پولیس وژل شوي

زابل کې ٢٥ پولیس وژل شوي

author avatar
21 May 2017 - 10:38
زابل کې ٢٥ پولیس وژل شوي
author avatar
21 May 2017 - 10:38

کلات (پژواک، ٣١ غويى ٩٦): د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل اړوند سیمه کې پر امنیتي پوستو د وسله والو په بریدونو کې ٢٥ پولیس وژل شوي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کلات- کندهار پر لويه لاره د شاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په بريدونو کې ٢٥ سيمه ييز او ملي پوليس وژل شوي او ٥ نور ټپیان شوي دي.

د والي په وينا، دغه راز په دې جګړه کې وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

افغانمل وويل چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه لېـږل شوي او اوس هم په سيمه کې خال خال ډزې روانې دي.

وسله والو طالبانو ددې بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.