کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د يو لړ نړيوالو سياليو ترسره کولو په موخه ويسټ انډيز ته روانه شوه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غبرګولى په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبډله پرون مازديګر له هندوستان څخه روانه شوې او ټاکل شوې ده چې نن هلته ورسېږي.
د نوموړي په وينا، د کرکټ ملي لوبډله به له ويسټ انډيز سره درې يوه ورځنۍ او درې شل اوريزې نړيوالې لوبې ترسره کوي.
هوتک وايي چې تر رسمي لوبو پيلېدو مخکې به د افغانستان ملي لوبډله د ويسټ انډيز له يوې ځايي لوبـډلې سره يوه تمريناتي لوبه هم ترسره کړي.
دا لوبې د راتلونکې جون مياشتې له دويمې څخه پيلېږي خو تر هغه مخکې به ملي لوبډله هلته تمرينات ترسره کوي، څو د ويسټ انډيز له ميدانونو او هوا سره بلد شي.
د يادونې ده، تر ٢٠١٠ زېږديز کال وروسته دا لومړى ځل دى چې د افغانستان لوبډله ويسټ انډيز ته سفر کوي او له دغه هېواد سره د کرکټ رسمي لوبې کوي.
ملي لوبـډله د ٢٠١٠ زېږديز کال په شل اووريز نړيوال جام کې د ګډون په موخه ويسټ ته تللې وه.
login or register a new account.