ژبه

افغانستان د معلولینو کرکټ لوبه کې هند ته ماتې ورکړه

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 25, 2017 - 10:46 am

Views: 41

کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د افغانستان د معلوليت لرونکو کرکټ لوبډلې په يوه شل اووريزه لوبه کې د هندوستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد د معلوليت لرونکو لوبـډله د درېيو لوبو ترسره کولو په موخه هندوستان ته تللې ده.

هغه زياته کړه چې پرون د دواړو هېوادونو د يادو لوبډلو تر منځ درېيمه او وروستۍ لوبه ترسره شوه.
هوتک وايي، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې توپوهنه پيل کړه چې په د ټاکلو شلو اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې جوړې کړې، محمدالله ۸۴ منډې جوړې کړې.

د نوموړي په وينا، د هند د معلولينو ملي لوبډله ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کې ١٦٩ منډې جوړې کړې. دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢٨ منډو په توپير وګټله.

د افغان معلولينو لوبډلې له لوري نبي الله ۴، طفيل ۲ او صبور اورياخېل يو لوبغاړي وسوځول. محمدالله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې ده، لومړۍ دوه لوبې د هندوستان د معلولينو لوبډلې ګټلې وې.

login or register a new account.