منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د افغانستان او پاکستان لوبغاړو ترمنځ د کرکټ سيالۍ د دواړ هېوادونو په ګټه دي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د هېواد کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان او پاکستان د لوبغاړو ترمنځ د کرکټ لوبو ترسره کول؛ د دواړو هېوادونو په ګټه دي او دوى نه غواړي چې ورزش او لوبې له سياسي مسايلو سره وتړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې کرکټ او يا هره بله لوبه د مينې او يووالي پيغام لري او دوى نه غواړي چې لوبه له سياسي او نورو مسايلو پورې وتړي.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان کرکټ بورډ، يوه خپلواکه اداره ده او خپلو ټولو چارو کې ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي او د پاکستان کرکټ بورډ غړو سره د خبرو پر مهال يې هم په جدي توګه مراعات کړې دي.

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې پاکستان ته د افغانستان کرکټ بورډ سفر د دوه اړخيزه درناوي او د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ ترسره شوى، زياته کړه: "د افغانستان د کرکټ لوبې د پرمختګ لپاره دغه ليدنه مهمه ده او دا هيڅکله هم په دې معنا نه ده، چې له کومو هېوادونو سره د کرکټ لوبه ترسره کوي، اړيکې دې يو اړخيزه وي؛ او يا يوه ته زياته ګټه او بل ته کمه وي."

د مشعل په وينا، د افغانستان کرکټ بورډ پر پاکستان سربېره له هندوستان، سريلانکا، بنګلادېش، سويلي افريقا، اسټراليا، انګلستان او وېسټ انډيز سره هم په اړيکه کې دى.

نوموړي زياته کړه: "زموږ د ادارې دنده همدا ده، په هر هېواد کې چې د کرکټ لوبه کېږي، له هغوى سره اړيکه ونيسو او اړيکې ورځ تر بلې پياوړې کړو او دا کار د دې لامل کېږي، چې زموږ د کرکټ لوبډله نوره هم پياوړي او د نړۍ په غوره لوبو کې وشمېرل شي."

مشعل په ټينګار سره وويل: "موږ نه غواړو چې ځانونه په جزيره کې راګېر کړو او په هيڅ توګه هم نه غواړو چې کرکټ په نورو مسايلو کې ښکېل کړو او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د کرکټ بورډ هيڅ پرېکړه به د ملي ګټو خلاف ونه اوسي او داسې کوم ګام به پورته نه کړو، چې پکې زموږ ملي ګټو ته زيان واوړي."

هغه زياته کړه، د پاکستان کرکټ بورډ له ډېر وخت راهيسې د افغانستان له کرکټ بورډ غوښتل، څو له دغه هېواد سره لوبې ترسره کړي، خو د افغانستان کرکټ بورډ له لوري رد کېدلې، ځکه افغان لوري غوښتل چې د لوبو په ترسره کولو کې بايد د دواړو هېوادونو ګټې په پام کې ونيول شي.

نوموړي زياته کړه، څو ورځې وړاندې دواړو خواو ( د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو) د ورزشي اړيکو د ټينګښت په اړه مخامخ خبرې درلودې او په وروستيو کې د پاکستان کرکټ بورډ په غوښتنه او د بلنليک په رالېږلو سره د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه پلاوي؛ د دولت په اجازه پاکستان ته سفر وکړ.

د هغه په وينا، دا د افغانستان کرکټ بورډ لومړنى سفر نه دى او له دې وړاندې هم پاکستان ته ډېر سفرونه شوي او د دواړو لوبډلو ترمنځ بېلابېلې لوبې شوې دي.

خو مشعل څرګنده کړه، چې د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړي د لومړي ځل لپاره افغانستان کې لوبې کولو ته چمتو کېږي او د پاکستان کرکټ بورډ د ياد هېواد يوه مهم لوبغاړي ته اجازه ورکړې، چې افغانستان راشي او لوبه وکړي.

نوموړي د يادو لوبو د ترسره کولو په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې د دغو لوبو لومړنۍ هغه به يې په کابل کې ترسره شي.

د هېواد کرکټ بورډ ياد لوړپوړي چارواکي له حکومت وغوښتل، څو د يادو لوبو د امنيتي تدابيرو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

نوموړي له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه، څو ورزش ته د ورزش له زاويې وګوري، ځکه د ورزش دروازه هيڅکله هم د چا په مخ نه تړل کېږي.

مشعل وويل، په داسې حال کې چې د افغانستان کرکټ بورډ د پرمختګ په حال کې دى، خو يو شمېر کسان په قصدي ډول کرکټ بورډ په نورو مسايلو کې بوخت ساتل غواړي.

د هغه په وينا، له پاکستان سره د افغانستان کرکټ بورډ اړيکې هيڅکله هم د افغانستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ اړيکو د ترنګلتيا لامل نه شي ګرځېدلى.

خو بلخوا ډېر شمېر هېوادوالو په ځانګړي ډول د ټولنيزو شبکو کاروونکو له دغې پرېکړې سره سخت مخالفت کړى او د افغانستان له کرکټ بورډ يې غوښتي، څو له پاکستان سره له يادې هوکړې تېر شي او له پاکستان سره د کرکټ په برخه کې هر ډول اړيکه پرې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې