منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د “رمضاني” جام کرکت سيالۍ پيلېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د بېلابېلو ولايتونو د شپږو کرکټ لوبډلو په ګډون د "رمضاني" جام کرکټ سيالۍ به دوې ورځې وروسته کابل ښار کې پيل شي.

د دې سياليو مشر حاجي جيلاني زرملوال چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل چې ټاکل شوې دغه ٢٠ اوره سيالۍ د روژې مياشتې په شپږمه نېته، د کابل ښار د دوولسمې ناحيې اړوند احمدشاه بابا مينې په زرملوال ورزشي لوبغالي کې پيل شي.

نوموړي زياته کړه چې د بست، المصافي شارکس، کابل زلمى، المبارک سپين غر، جوانان هلال ګروپ مس عينک او زرغونوال کرکټ کلب لوبډلې به په دې سياليو کې يو له بل سره لوبې وکړي.

د زرملوال په خبره، دا سيالۍ د تراويح لمانځه له ادا کولو وروسته د شپې په لس بجې پيلېږي او د شپې تر دوو بجو پورې به د شلو ورځو لپاره دوام ولري.

د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ د جنرال پټروليم شرکت له لوري تمويل شوې چې د لومړي مقام ګټونکي ته اته زره، دويم مقام ته ٤٠٠٠ ډالر او غوره لوبغاړي ته جايزې ورکول کېږي.

هغه څرګنده کړه چې د نوروز منګل، شفيق الله شفق او شرف الدين شرف په ګډون به د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هم په دې سياليو کې ګډون وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې