کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٦) : د افغانستان کرکټ بورډ له کابل بريده وروسته له پاکستان سره کېدونکې دوستانه سيالۍ لغوه اعلان کړې دې.
دافغانستان کرکټ بورډ عاطف مشعل په مشرۍ يو پلاوي څو ورځې مخکې پاکستان سره د سفر پر مهال له دغه هېواد سره په کابل او لاهور کې ددوستانه سياليو او يو شمېر نورو تخنيکي همکاريو په اړه خبرې کړې وې، چې دهېوادوالو له کلک غبرګون سره مخ شو.
د پاکستان له سفر څخه تر راتګ وروسته په خبري کانفرانس کې عاطف مشعل وويل، چې يواځې خبرې يې کړې، هوکړه يې نه ده لاسليک کړ، خو دا لوبې يې ګټورې بللې وې.
خو نن په کابل کې تر خونړي بريده وروسته د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره هر ډول کرکټ لغوه اعلان کړي دي.
د کرکټ بورډ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي : (( نن د هیواد د سولې او ثبات دښمنانو یو ځل بیا د بې ګناه او بې وزله افغانانو په شهادت رسولو سره دا په ډاګه کړه چې دوی د سولې او دوستۍ وړ نه دي او نه به هم د افغانانو پر وړاندې خپل بې رحمانه دریځ بدل کړي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، د نننۍ پیښې په اړه د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان کرکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوجانبه اړیکو هوکړه لغوه کوي.
سرچينې زياته کړې : (( له داسې هیواد سره، چیرته چې ترور پالنه کیږي او د تروریستانو ځالې په کې فعالیت لري د هیڅ ډول دوستانه سیالیو او دوه جانبه همکاریو هوکړه د تطبیق او تداوم وړ نه ده.))
login or register a new account.