ښرنه (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې دوه نيم ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.
د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي د دغو توکو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه تاريخ درمل او خوراکي توکي په تېرو څو ورځو کې د مرکز ښرنې له هټيو څخه ټول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دا تاريخ تېر درمل د ځانګړو روغتيايي ټيمونو له خوا ټول شوي او په دې کار سره د ډېرو خلکو د ناروغېدو او حتى د مړه کېدو مخه ونيول وشوه.))
دغه راز فضلي وويل چې د تاريخ تېر خوراکي توکو پر وړاندې دوى دوامداره عمليات کوي څو خلکو ته روغتيايي ستونزې پېښې نه شي.
د پکتيکا د عامې روغتيا رياست يوه استازي رفېع الله راحيل پژواک ته وويل چې ډېر ژر به د تاريخ تېر درملو پر وړاندې عمليات ولسواليو ته هم وغځول شي.
خو د مرکز ښرنې يوه دوکاندار احسان الله پژواک ته وويل: ((دغه ټېمونه يواځې په روژه کې پيدا کېږي د کال تر اخره يې بيا څوک نه ګوري چې چېرته دي.))
د هغه په وينا، که دغه ټېمونه په دوامداره توګه کار وکړي نو د مرکز ښرنې تر څنګ به د ولسواليو په دوکانونو او درملتونونو کې سلګونه ټنه تاريخ درمل او خوراکي توکي پيدا کړي.
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې هم تاريخ درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن