کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٦): ويسټ انډيز د کرکټ په لومړۍ نړيواله شل اووريزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د پيشمني مهال د ويسټ انډيز په بسيټيري ښار کې پيل شوه او سهار مهال د ويسټ انډيز په بريا پاى ته ورسېده.
د دې لوبې پچه د افغانستان لوبـډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لوبـډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ١١٠ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې ۳۳ منډې راشد خان او ۲۱ حمزه هوتک وکړې.
د ويسټ انډيز لوبډلې ياد هدف په اتلسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري شاه پور ځدراڼ دوه، راشد خان او کريم جنت يو يو لوبغاړى وسوځولو.
د افغانستان کرکټ لوبډله د درېيو شل اووريز او درېيو يو ورځنيو نړيوالو لوبو ترسره کولو لپاره ويسټ انډيز ته تللې ده.
login or register a new account.