ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان فوټبال لوبډلې مالديپ ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټبال لوبډلې مالديپ ته ماتې ورکړه

author avatar
7 Jun 2017 - 10:24
د افغانستان فوټبال لوبډلې مالديپ ته ماتې ورکړه
author avatar
7 Jun 2017 - 10:24

کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٦) : افغانستان د فوټبال په يوه دوستانه لوبه کې د مالديب هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د غبرګولي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا دوستانه لوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه، د لوبې په پيل کې دواړو لوبډلو د افغانستان  وروستيو پېښو د قربانيانو په ياد يوه دقيقه سکوت وکړ.

د کاظمي په وينا، په دې لوبه کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او مالديپ ته يې دوه پر يو ګول ماتې ورکړه.

دى وايي، د افغانستان له لوري حسن امين او اميد پوپلزي ګولونه ووهل.

نوموړي وويل چې دا لوبه د اسيايي جام د غوراوي سياليو په لړکې له کمبوديا سره د افغانستان د راتلونکې اونۍ د لوبې لپاره د چمتووالي په موخه ترسره شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.