جلال اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ٩۶): د سعودي عربستان له لوري د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار ولایت له عامې روغتیا ریاست سره د څلورو امبولانسونو مرسته وشوه .
دا امبولانسونه چې په مجهزو وسايلو او پرسونل سمبال دي، په هر يوه يې له دوو ميليونو ډير لګښت راغلی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجیب الله کامه وال ددې امبولانسونو ترلاسه کولو پر مهال وویل چې له دې امبولانسونو څخه به په مرکز او ولسواليو کې د بېړنیو پېښو د رامنځته کېدو پر مهال ګټه واخلي .
هغه ډاډ څرګند کړ چې د امبولانسونو مرستې په تر لاسه کولو سره به په یاده برخه کې ستونزې تر ډېره کچه حل شي .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عامې روغتیا وزارت د هلو ځلو او سعودي عرستان هېواد له مرستې څخه مننه وکړه چې د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست سره یې د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو امبولانسونو مرسته وکړه .
نوموړي د عامې روغتیا ادارې ته سپارښتنه وکړه،ترڅو د یادو امبولانسونو د ساتنې ترڅنګ ترې په ښه توګه ګټه واخلي .
د ننګرهار ولایتي شورا ريیس احمدعلي حضرت هم د سعودي عربستان هېواد له مرستې څخه مننه وکړه،خو له عامې روغتیا وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې دې ولایت سره د لسګونو نورو امبولانسونو مرسته تر سره کړي.
هغه د ناروغانو زیاتوالی، د سرحد شتون او یو شمېر نور لاملونه په ګوته کړل،چې په وینا يې له دې ولایت سره باید تر څلوېښتو د زیاتو امبولانسونو مرسته وشي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال د مرکز جلال اباد په ګډون په ټولو ولسواليو کې مجهز امبولانسونه موجود دي او وايي، هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې ننګرهار امبولانس په نوم کابل امبولانس ته ورته يوه اداره رامنځته کړي.
د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر موسساتو د ننګرهار له عامې روغتيا رياست سره د امبولانسونو مرسته کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










