منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

جلال اباد ښار کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د برېښنا درېیم ټرانسفرمر فعال شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۶) : د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پنځه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د نغلو برېښنا اړوند درېیم ترانسفر تر جوړیدو وروسته په فعالیت پيل وکړ،چې له امله یې په جلال اباد ښار کې ۷۵ سلنه د برېښنا پرچاوۍ یا د نشتون ستونزه حل شوه .

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ددې پروژې د پرانستلو پر مهال وویل، په جلال اباد ښار کې له وړاندې د ۷۲ میګاواټه په ظرفیت سره د برېښنا د ورکړې په موخه کورنیو ته لینونه غځول شوي، چې د درېیم ترانسفرمر په فعالیدو سره د دې ښار لپاره د ۴۰ میګاواټه په ظرفیت برېښنا برابره شوه،چې له امله یې اویا سلنه د برېښنا پرچاوۍ ستونزه حل شوه .

نوموړي زیاته کړه،د برېښنا شرکت له لورې درېیم فعال شوی ترانسفرمر د ۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت نصب شوی،چې د جلال اباد ښار شپاړس زره کورنۍ په منظم ډول د برېښنا له نعمت څخه برخمنې کړې .

هغه د جلال اباد ښاریانو ته د یاد ترانسفرمر د فعالیدو له امله مبارکي ورکړه او د برېښنا شرکت د کارکوونکو له کړنو څخه یې ستاینه او قدرداني وکړه.

ننګرهار والي همدا راز زیری ورکړ،چې په نږدې راتلوونکي کې به ننګرهار ولایت ته  د۲۲۰ میګاواټه را انتقالي برېښنا د لینونو غځولو په موخه د سروې چارې هم پیل شي،چې د چارو په وروستۍ کېدو سره به د ننګرهار ولایت د مرکز او ولسوالیو ترڅنګ د ختیځو نورو ولایتونو د برېښنا ستونزه هم حل شي.

د ننګرهار برېښنا شرکت سرپرست رئیس انجینر محمد ناصر قریشي وویل، د ننګرهار والي د ځانګړې پاملرنې په ترڅ کې د نوي ترانسفرمر د فعالیدو په ترڅ کې دې ولایت ته تر ۴۵ میګاواټه پورې د نغلو برېښنا را لیږدولی شي.

د ولایتي شورا غړي اسرالله مراد د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او برېښنا شرکت د مشرتابه او تخنیکي کارکوونکو څخه مننه وکړه،چې د ولسونو سره یې د شوې ژمنې له مخې نوی ترانسفرمر فعاله او د برېښنا پرچاوۍ ستونزه یې حل کړه.

په همدې حال کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ مسؤلینو د درونټې برېښنا کوټ د زیانمن شوو توربینونو د جوړولو له چارو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال چې د برېښنا سرپرست رئیس انجینرمحمد ناصر قریشي،پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې رئیس عبدالصیر سباون او ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد هم شتون درلود،ننګرهار والي د درونټې برېښنا کوټ د زیانم شوي توربین د جوړولو له چارو څخه لیدنه وکړه .

هغه د برېښنا شرکت تخنیکي ډلې څخه مننه وکړه،چې د روژې په مبارکه میاشت کې دوی د ولسونو د خدمت په موخه د زیانمن شوي توربین د جوړولو ګړندۍ چارې ترسره کوي.

د برېښنا شرکت سرپرست رئیس انجینر محمد ناصر قریشي ډاډ ورکړ،چې ډیر ژر به یاد توربین جوړ او ولسونه به د برېښنا له نعمت څخه برخمن کړي .

ننګرهار والي همدا راز د درونټې برېښنا کوټ تخنیکي کارکوونکي د ستړیا او ګړندي کار له امله په نغدي ډالیو هم ونازول .