کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): د پژواک موندنې څرګندوي چې د "پښتني بانک" ډالري حساب د هېواد د درېيو خصوصي بانکونو د مشتريانو د پيسو د لېږد په سبب، د هغه يوازېني بانک له لارې چې پيسې ترې له هېواده بهر استول کېږي، بند شوى دى.
هغه اسناد چې پژواک خبري اژانس له يوې باوري سرچينې ترلاسه کړي، څرګندوي چې بانک اف توکيو (Bank of Tokyo) د پښتني بانک ارتباطي بانک و، خو له دوو مياشتو راهيسې يې خپله اړيکه له پښتني بانک سره له دې امله پرې کړې چې پښتني بانک د نورو بانکونو (درېيم شخص) د مشتريانو خورا زياتې پيسې له افغانستان نه بهر ته لېږدولې.
اسناد څرګندوي چې پښتني بانک د ٢٠١٦ کال له وروستيو تر هغه پورې چې د افغانستان ځيني سوداګريز بانکونه د ارتباطي حسابونو او مشتريانو د ډالري لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ شول، په دې برخه کې همکاري او انتقالات يې کړي دي، خو په دې اړه د افغانستان بانک او د پښتني بانک د ونډه والو له لوري هېڅ ډول منظوري نه ده اخيستل شوې.
هغه جدول چې اسناد په کې شامل دي، څرګندوي چې پښتني بانک د عزيزي بانک د مشتريانو څه باندې ٩.٥ ميليونه ډالر، د افغان يونايټډ بانک څه باندې ١٣ ميليونه ډالر او د غضنفر بانک د مشتريانو څه باندې ٤.٥ ميليونه ډالر له هېواده بهر لېږدولي دي.
په همدې ترتيب سره سندونه څرګندوي چې ياد جاپاني بانک د اړيکې له پرې کولو وړاندې پښتني بانک ته ليکلي: ((موږ له دې خوښ نه يو چې تاسې له اندازې زيات ډالر د ويسټروی حساب له لارې موږ ته لېږدوئ، موږ هغه پيسې نه منو چې اصل لېږدوونکى يې زموږ مشتري نه وي او په اړه يې معلومات ونه لرو... موږ داسې معلومات ترلاسه کړي چې د دې پيسو ډېری ورکوونکي چې په افغانستان کې ژوند کوي، د برېټانيا او اروپايي ټولنې د بنديزونو په لېست کې شامل دي او په پايله کې پوښتنليک [له پيسو مينځلو سره مبارزه او د ترهګرۍ تمويل ] (AML/CFT) ته په پام سره له تاسې غواړو چې يادو انتقالاتو ته اجازه ورنه کړئ.
خو هغه سند چې په پاى کې يې د پښتني بانک د مسوول او مطابقت (Compliance) څانګې ټاپه ليدل کېږي، د ٢٠١٧-٣-٢٣ په نېټه يې بانک اف توکيو په ځواب کې ليکلي، د مشتريانو هغه پيسې چې دغه بانک يې د ويسټرو حساب له لارې حواله کوي، په بنديزونو کې شاملې نه دي، دا مشتريان د سوداګرۍ، فعاليت او حقيقي مکان اسناد لري.
پښتني بانک همدارنګه ليکلي چې دغه بانک پيسې له کره پړاوونو وهلو وروسته حواله کوي او په همدې سبب د اويا سلنه مشتريانو حواله د ارزونې پر مهال ردېږي.
بانک اف توکيو بالاخره د پښتني بانک ډالري حساب بند کړى او د پښتني بانک پنځه ميليونه ضمانتي ډالر يې بېرته ور ګرځولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ياد جاپانى بانک يوزاېنۍ بانک و چې پښتني سوداګريز بانک يې له لارې کولى شول چې د خپلو مشتريانو پيسې له هېواده بهر ولېږدوي.
په ورته وخت کې د افغان يونايټډ بانک د ١٣٩٦-١-٢٣ نېټې مکتوب کې د پښتني بانک د دغه حساب د بندښت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي چې افغان يونايټډ بانک د خپلو کورنيو کړنلارو او پاليسۍ له مخې د پيسو مينځلو او ترهګرۍ د تمويل په موخه خپل مشتريان پېژندلي او ډاډ ورکوي چې پښتني بانک ته ټول ور پېژندل شوي مشتريان د حقيقي سوداګرۍ لرونکي دي او لېږد يې هم هېواد ته د وارداتو پر بنسټ له ډاډ حاصلولو وروسته ترسره کېږي.
د ياد مکتوب د کاپي پر بنسټ، افغان يونايټډ بانک له پښتني بانک نه غوښتنه کړې چې رامنځته شوو ستونزو ته په پام سره د دغه بانک د درېيو غوره مشتريانو (افغان بې سيم مخابراتي شرکت، اتصالات مخابراتي شرکت او اريانا هوايي شرکت) د پيسو ورځنى لېږد ترسره کړي.
خو د پښتني بانک د عامل رياست سرپرست احمد خسرو ضيا وويل چې د بانک اف توکيو سره د دغه بانک اړيکې نه دې پرې شوې، بلکې ياد جاپاني بانک يوازې د پښتني بانک ډالري انتقالات پرې کړي دي؛ ځکه چې د ياد بانک بنسټ ډالر نه، جاپاني ين دى.
پژواک د غبرګولي په ۲۰مه د ايمېل له لارې دغه موضوع له اف توکیو بانک سره شریکه کړه، خو د غبرګولي د ۲۱مې تر لسو بجو یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په ورته وخت کې خسرو ومنله چې بانک اف توکيو د پښتني بانک پنځه ميليونه ضمانتي ډالر بېرته ورکړي دي.
هغه زياته کړه: ((بانک اف توکيو موږ ته ويلي چې ستاسې ډالري انتقالات بايد هغه بانکونه ترسره کړي چې موږ ورسره اړيکه لرو؛ يعنې دغه جاپاني بانک له هغه بانک سره چې په چين کې وي، کاري اړيکې نه لري.))
خو هغه په ټينګار سره وويل چې پښتني بانک هڅه کوي د امريکايي سيټي بانک (City Bank) او يا هم د چين له بانک اف چينا (Bank of China) سره اړيکه جوړه کړي.
نوموړي د غير قانوني پيسو د لېږد په اړه وويل کوم مشتري چې په پښتني بانک او يا د افغانستان خصوصي سکتور په تور لېست کې شامل وي، نشته، هر وخت که دا موضوع رښتيا وي، دا شخص د يوه بانکي حساب د پرانيستې حق نه لري، دا خو لا ډېره لرې ده چې پيسې يې ولېږدول شي.
ضيا د درېيم کس د پيسو د لېږد په اړه د مرکزي بانک نه د اجازې اخيستلو په اړه وويل، اړتيا نشته چې مرکزي بانک دې خبر شي.
هغه زياته کړه: ((مرکزي بانک څه کاره دى چې پرې خبر شي، موږ ته دا هم نه شي ويلي چې له کوم بانک سره سوداګريزه اړيکه لرواو يا يې له کوم سره ونه لرو، يوازې زموږ څارونکى دى.))
د خسرو په خبره، د بانکونو تر منځ سوداګريزې اړيکې پښتني بانک ته د هغه له راتګ وړاندې موجودې وې او انتقالات ترسره کېدل، خو په خپل راتګ سره توانېدلى چې د سترو شرکتونو لکه افغان بېسيم، اتصالات، اېم ټي اېن او نورو... انتقالات قانوني کړي، د کوچنيو مشتريانو پيسې يې نه دې لېږدولې.
خو د افغانستان د مرکزي بانک وياند ايمل هاشور وويل چې له يوه بهرني بانک سره د اړيکو رامنځته کول او پرې کول، خپله په بانک پورې اړه لري او مرکزي بانک د دې اړيکې د جوړولو او پرې کولو په برخه کې هېڅ لاسوهنه نه کوي؛ ځکه چې د نورو مشتريانو انتقالات هم که چېرته له هېواده بهر ترسره کوي، د يوه هوکړه ليک او کمېشن اخيستنې پر بنسټ ترسره کېږي.
نوموړي په جاپاني بانک کې د پښتني بانک د ډالري حساب د بندېدو په اړه بې خبري وښوده او ویې ويل چې تر اوسه پورې په دې اړه مرکزي بانک ته کوم رسمي مکتوب نه دى رسېدلى.
نوموړي له افغانستان نه بهر د مشتريانو ډاډمن لېږد په اړه وويل: ((موږ د افغانستان د مالي معاملاتو د تحليل مرکز په نامه يو واحد لرو، مسووليت يې دا دى چې ټول بانکونه اړ کړي چې هر ډول ستر معاملات چې له ٢٠ زره ډالرو اوچت وي، د بانکي نظام له لارې ترسره کړي.))
نوموړي له افغانستان نه د پښتني بانک له لارې د تورو پيسو د لېږد په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه که چېرې معامله شکمنه وي، په وخت سره به د مشتريانو د خبرولو سره لارې وڅېړل شي.
د افغانستان د مرکزي بانک وياند څرګنده کړه چې افغان ملي بانک او افغان نړيوال بانک سترو نړيوالو بانکونو ته د مشتريانو د پولي انتقالاتو توان لري او په افغانستان کې د بهرنيو بانکونو څانګې هم انتقالات کولى شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










