ژبه

په هلمند او زابل کې د کرکټ لوبغالي جوړېږي

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 11, 2017 - 3:20 pm

Views: 61

کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦) : د افغانستان کرکټ بورډ او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت ترمنځ د ګډو همکاريو د هوکړې له مخې په هلمند او زابل ولايتونو کې د کرکټ لوبغالي جوړېږي.

پر دغې هوکړه ليک د غبرګولي په ٢١مه، دافغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شکر الله عاطف مشعل او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزيرې پوهنوال سلامت عظيمي لاسليک وکړ.

په دې مراسمو کې چې د حکومت په رسنيو مرکز  کې جوړ شوي وو، د ياد وزارت د پاليسۍ او همغږۍ مرستيال جاوېد قايم، مالي او اداري مرستيال سيد فيصل حسيني او په ولسي جرګه کې د هلمند استازې نسيمه نيازۍ  ګډون درلود.

د دې هوکړې له مخې، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په هلمند او زابل ولايتونو کې د ۳۵ او ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د کرکټ لوبغالي جوړوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل دغه راز وويل چې ددې ترڅنګ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له کرکټ بورډ سره په مختلفو ولايتونو کې د لوبغالو او اکاډميو په جوړولو کې هم مرسته کوي او پانګه وال به له کرکټ سره مرستو ته راجلبوي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د هوکړې له مخې، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې له پروګرامونو ملاتړ کوي او له ياد وزارت سره به په ګډه د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي.

عاطف مشعل د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې له وزارت څخه مننه وکړه چې له کرکټ بورډ سره يې د ګډو همکاريو هوکړه وکړه او په راتلونکې کې يې هم له دغې ادارې سره د هر ډول ملاتړ لپاره ټټر وهلی دی.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزيرې پوهنوال سلامت عظيمي وويل: (( کرکټ په ملي او نړيواله کچه د پام وړ پرمختګ کړی او زه باور لرم چې له دغې ادارې سره به ګډ فعاليتونه مثبتې پايلې ولري.))

login or register a new account.