ژبه

یوه افغان معيوب لوبغاړي په امريکا کې دوه د سرو زرو مډالونه اخیستي

کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٦): یوه ١٨ کلن افغان معيوب لوبغاړي د امريکا د لامبو وهلو په سياليو کې د سرو زرو دوه مډوالونه اخیستي دي.

د راپورونو له مخې، دغه افغان عباس کريمي نومېـږي او ١٨ کاله عمر لري، په دې بريا سره هغه لومړى افغان معيوب لوبغاړى شو چې په مکسيکو کې کېدونکو د معيوبينو د لامبو نړيوالو سياليو ته لاره پيدا کړي.

د مکسيکو نړيوالې سيالۍ به د روان زېـږديز کال په سپټمبر او اکتوبر مياشتو کې ترسره شي.

کريمي د امريکا د لامبو په سياليو کې د ٥٠ مترو په دوو مسابقو کې د سرو زرو مډالونه ورکړي دي.

د يادونې ده، هغه په ٢٠١٣ زېـږديز کال د ترکيې په سياليو کې هم د سرو زرو مډال اخیستی و.

هغه پخوا د افغانستان د معيوبينو د لامبو د ملي لوبـډلې لوبغاړى و، خو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په امريکا کې تمرينات کوي.

login or register a new account.