ژبه

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي شوه

کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : د افغانستان او ويسټ ا نډيز ترمنځ د کرکټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پاى ته ورسېده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ درېيمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه چې ټاکل شوې وه تېره شپه ترسره شي، د باران له امله بې نتيجې پاى ته ورسېده.

تر دې مخکې په لومړى يوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ويسټ انډيز ته ستره ماتې ورکړه او دويمه لوبه بيا ويسټ انډيز وګټله.

تر دې مخکې د شل اووريزو لوبو لړۍ ويسټ انډيز درې پر صفر ګټلې وه.

په دې سياليو کې د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان ښه وځلېد او په دوو يو ورځنيو لوبو کې يې لس لوبغاړي وسوځول او د ١٨ درجو پورته تګ سره د کرکټ د نړيوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې يې اووم مقام خپل کړ.

دغه راز په توپ وهنه کې بيا جاوېد احمدي او ګلبدين نايب ښه وځلېدل او پنځوسيزې يې جوړې کړې.

د کرکټ لوبې کارپوه او د لوبه سپورتي ټولنې مشر رحيم ګل څاروان وايي، له ويسټ انډيز سره د سياليو پر مهال افغان توپوهونکو سمه لوبه ونه کړه چې له امله يې په شل اووريزو لوبو کې افغانستان هېڅ بريا ترلاسه نه کړه.

هغه زياته کړه چې يواځې راشد خان داسې افغان لوبغاړى و، چې په دې ټولو سياليو کې ښه وځلېد، خو نورو لوبغاړو خپل مسووليت ترسره نه کړي.

خو څاروان وايي چې ويسټ انډيز د شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو درې ځلې نړيوال اتل پاتې شوى او افغانستان چې ددويمې درجې هېواد دى، بيا يې هم له ويسټ انډيز سره ښه لوبه وکړه او په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه کې يې ماتې هم ورکړه.

login or register a new account.