کابل( پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۶ ) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې نړیوالو شل اووریزو او درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ له ترسره کولو وروسته نن غرمه هېواد ته راستنه شوه.
د افغان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ د نړیوالو شل اووریزو سیالیو لړۍ کې د ویسټ انډیز په بریا سره ترسره شوه، خو د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسیده او د نړیوالو اصولو سره سم د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ د اتلولۍ جام افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړل شو.
د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د کرکټ بورډ مسوولینو، د کرکټ مینه والو او د رسنیو له لوري له افغان کرکټ ملي لوبډلې تود هرکلی وشو.
لوبډلمشر اصغر ستانکزي، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ځوانو لوبغاړو په دې سیالیو کې ښې وړتیاوې وښودې او موږ ټولو له دې سیالیو څخه خورا ښې تجربې ترلاسه کړې.
login or register a new account.