جلال اباد (پژواک، ۳ چنګاښ ٩۶): د افغانستان د کيوکشن کای کراټې فدراسيون مشر وايي چې د بدني روزنې ملي کمېټې ورسره د مور او ميرې چلند کړی او تر اوسه يې ورته خپل حقونه نه دي ورکړي.
د دغه فدراسيون مشر او بنسټګر اباسين شينواری وايي چې په خپل لګښت يې تر اوسه په ۵۲ نړيوالو، ملي او سيمه ييزو سياليو کې برخه اخيستې ده چې له ډلې يې ۵۰ هغه ګټلي او يوازې دوه يې بايللې دي.
نوموړي د چنګاښ په ۳مه په جلال اباد ښار کې د يو خبري کنفرانس پرمهال وويل چې د بدني روزنې ملي کمېټه ورسره د مور او ميرې چلند کوي او هغه حقونه چې نورو فدراسيونونو ته ورکول کېږي، دوی ته يې نه ورکوي.
نوموړي د افغانستان د بدني روزنې پر ملي کمېټې نيوکه وکړه چې دې لوبې ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او دوی تل په مسابقو کې د ګډون لپاره په خپلو شخصي لګښتونو ځي.
شينواری وايي، څو ورځې وروسته په قزاقستان هيواد کې د ۲۰۱۷ کال اسيايي مسابقه ترسره کيږي، دوی په کې د ګډون چانس حاصل کړی؛ خو تر اوسه يې لګښت نه دی ورکړل شوی.
هغه د بدني روزنې له ملي کمېټې غوښتنه وکړه چې په را روانو مسابقو کې ورسره مرسته وکړي او د تګ لپاره د الوتکې ټکټ او هلته د اوسېدو مصارف دې ورکړي.
د دغې لوبې يو بل لوبغاړی او د کيوکشن کای کراټې فدراسيون وياند ګران اغا عادل وويل چې اباسين شينواری پخوا هم په خپلو شخصي لګښتونو مسابقو ته تللی او اوس هم په شخصي لګښت ځي.
دی وايي چې شينواری د پخوانيو سفرونو له امله پوروړی شوی او که ورسره مرسته ونه شي؛ نو ښايي نور پوروړی شي.
شين کيوکېشن کای کراټې د کرټو په برخه کې ازاده لوبه ده چې سيالي کوونکی د خپل رقيب د ډېرو او مسلکي وهلو په بدل کې د سيالۍ کټونکی کېږي.
اوسمهال په افغانستان کې د شين کيوکېشن کای کرټې شاوخوا ۱۶ روزنيز کلپونه موجود دي چې شاوخوا ۳۶۰۰ ځوانان د دې سيالۍ پر زده کړه او لوبو مصروف دي، چې له ۱۳۰۰ زيات يې په ختيځ زون کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










