منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۱ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ډاکتران: په اختر کې دې له ډېر خوراکه ډډه وشي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ٩٦): د روغتيايي چارو متخصصين خلکو ته سپارښتنه کوي چې د اختر په ورځو کې دې ډېر خوراک نه کوي؛ ځکه چې دغه کار د روغتيايي ستونزو لامل کېږي.

ډاکتران وايي چې د روژې مياشتې په اوږدو کې د انسان وجود د روژې په نيولو سره ډېرې روغتيايي لاسته راوړنې لري چې له دې ډلې يې د وزن کمښت، د وينې د کلسترول او انسلولين کمښت  يادولى شو چې له روژې مياشتې وروسته بايد وساتل شي.

د عامې روغتيا وزارت د ملي انسټيټيوټ عمومي مشر ډاکتر بشيراحمد نورمل وويل چې د يادو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره بايد د اختر په ورځو کې له ډېر خوراکه ډډه وشي.

هغه زياته کړه: ((د يوې مياشتې لپاره هره ورځ ډوډۍ نه خوړل د دې لامل ګرځي چې د هاضمې سيستم له دې شرايطو سره ځان جوړ کړي؛ ځکه خو د اختر په ورځو کې په يو ځل له حده زيات خواړه په هضمې سيستم کې د ګڼو ستونزو پیدا کېدو سبب ګرځي.))

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې خلک بايد در روژې مبارکې مياشتې له پاى ته رسېد وروسته د اختر په ورځو کې په څښاک او خوراک کې اعتدال وساتي او د سپکو خوړو له خوړولو يې پيل کړي.

نوموړي خلکو ته په سپارښتنه کې وويل چې له کيک، کلچې، جليبۍ، بورې او غوړو دې ډېر کار نه اخلي؛ ځکه چې د داسې توکو هضم معدې ته ګران وي.

د هغه په خبره، څېړنې ښيي چې د بورې، مالګې او غوړو په خوړو کې افراط کول د زړه، د وينې لوړ فشار او نورو ناروغيو لامل کېداى شي.

د رواني ناروغيو متخصص ډاکتر فيض الله کاکړ هم پر دې باور دى چې د دې لاسته راوړنې د ساتنې لپاره بايد له روژې وروسته ډېر خواړه ونه خوړل شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رمضان مياشتې په ترڅ کې د وينې کلسترول کم وي چې د زړه او مغر  د روغتيا لامل ګرځي.

خو هغه زياته کړه چې د روژې په مياشت کې د بدن د استقلاب فعاليت (د هضم قدرت او د انرژي د توليد لپاره د خوړو مصرفېدل) هم کمېږي.

سرچينې څرګنده کړه چې د اختر په ورځو کې ډېر خوراک د بدن د استقلاب فعاليت د غورځېدو، د وينې ګلسترول او فشار د لوړېدو سبب ګرځي.

هغه زياته کړه: ((سپارښتنه مې دا ده چې له روژې وروسته دې تر يوې اوونۍ پورې کم خواړه وخوړل شي، په ځانګړي ډول غوړ او ډېر خواږه خواړه دې کم شي.))

نوموړي زياته کړه چې ډېر خوراک هېڅ وخت هم د انسان روغتيا ته ګټه نه لري، خو سپارښتنه يې وکړه چې له اختر وروسته دې تر يوې اوونۍ پورې د درې وختونو پر ځاى څلور پنځه ځلې، خو ډېره کمه ډوډۍ وخوړل شي.

هغه زياته کړه: ((په اختر کې د ورځې څو ځله ډوډۍ خوړل د دې لامل ګرځي چې ستاسې د بدن استقلاب په تدريج سره ډېر فعال شي، کم خواړه د شحم له رسوب او چاغۍ مخنيوى هم کوي.))

د جوزجان ولايتي روغتون کې د معدې برخې متخصص ډاکترغلام حامد قادري د کاکړ د خبرو د  پخلي تر څنګ وويل چې د رمضان په مياشت کې معده استراحت کوي، بايد په اختر کې ډېر خواړه ونه خوړل شي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د اختر په ورځو کې يې د روغتون اکثره مراجعين سوء هضم لري.

سرچینې زياته کړه چې د روژې په مياشت کې د وينې کلسترول او شکر ښکته کېږي او که چېرې د اختر په ورځو کې ډېر خوراک وشي، امکان لري چې بېرته لوړ شي.

د نوموړي په خبره، په ټوله کې په مړه ګېډه ډودۍ خوړل سم نه دي او بايد له خوږو او غوړو خوراکونو نه کمه استفاده وشي.

د کابل ښار يو اوسېدونکى خان محمد وايي چې تېر کال د زياتې ډوډۍ خوړو له امله د هاضمې له ناروغۍ سره مخ شو. هغه پژواک ته وويل چې په همدې سبب ډاکتر ته ورغى، خو اوس يې تصميم نيولى چې د اختر ورځو کې به هېڅ ډېره ډوډۍ نه خوري، ځکه ده او نورو ته د ستونزې سبب کېږي.

هغه همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې په مړه ګېډه له ډوډۍ خوړو ډډه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا