کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٦): د "روغتيا هيلې پول" چارواکي چې له نشه يي توکو لاس په سر شوو کسانو څخه جوړ بنسټ دى، وايي چې کابل کې د زيات شمېر روږدتيا مرکزونو کارکوونکو چلند، توپيري او له سپکاوي او تاوتريخوالي ډک دى.
د " روغتيا هيلې پول" موسسې مشر عبدالرحيم رجايي چې خپله هم په نشه يي توکو د روږدتيا مخينه لري او تر درملنې وروسته يې روږديتوب پرېښى، حکومت تورن کړ چې د روږدتيا پرېښودو پروګرام په نمايشي ډول ترسره کوي.
نوموړي چې کابل کې يې يوه اعتراضي غونډه کې خبري کولې، زياته کړه: "حکومت د روږدو کسانو د درملنې لپاره هيڅ ځانګړى پروګرام نه لري؛ له معتادينو سره ناسم چلند کېږي، سپک او رټل کېږي او ان کافي خواړه نه ورکول کېږي."
رجايي زياته کړه، کابل کې د روږدتيا پرېښودو شاوخوا اتو مرکزونو چې له دې ډلې د " احياى اميد" ١٥٠٠ بستريز دولتي روغتون کې روږدو کسانو ته د مجرم په سترګه کتل کېږي او ان ځينې وختونه هغوى په ځانګړې خونه کې بندي او ناوړه چلند ورسره کوي.
هغه وويل: "موږ د روغتيا اميد پول موسسې له لارې شاوخوا زر روږدو کسانو سره چې دې مراکزو کې وو، خبرې وکړې چې کابو ٧٠ سلنه معتادينو د درملنې مرکزونو د مسوولينو ناوړه چلند څخه يادونه وکړه او بېرته روږدي شوي دي."
د روغتيا اميد پول موسسې غړي٤٠کلن محمد ياسر خليلي پژواک ته وويل چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د کابل ښار د جنگلک د روږدتيا درملنې مرکز کې بستر شو او وروسته له هغه يې وپتېيله چې روږدي کسان د نشه يي توکو پرېښودو ته وهڅوي.
هغه وويل، د کورنيو او نړيوالو اړوندو بنسټونو د څېړنو له مخې، د روږدوکسانو شمېر په هېواد په ځانګړې توګه کابل کې ورځ تر بلې زياتېږي او په دې برخه کې د روږدتيا پرېښودو مرکزونو لاسته راوړنې د پام وړ نه دي.
٣٠ کلن علي مراد چې څو ځله يې د کابل روږدتيا درملنې مرکزونوکې درملنه شوې، خوبېرته په نشه يي توکو روږدى شوى، وويل چې د دې مرکزونو کارکوونکو له چلند څخه خوښ نه دى.
هغه زياته کړه، دې مرکزونو کې تر پوښښ لاندې کسان بېرته په نشه يي توکو روږدي کېږي، لامل يې د دې مرکزونو غيرمعياري سيستم او له روږدو کسانو سره د کارکوونکو ناسم چلند دى.
د مراد علي په وينا، زيات شمېر روږدي چې دې مرکزونو کې تر درملنې لاندې نيول کېږي، د دا ډول چلند په وړاندې عقده اخلي او بېرته روږدي کېږي.
خو کابل کې د "احياي اميد" ١٥٠٠ بستريز دولتي روغتون چې تېر کال جوړ شو، د رواني روغتيا او درملنې برخې مسوول ډاکټر مقصود صديقي وويل چې دا روغتون د هېواد په کچه د اعتياد پرېښودو تر ټولو ستر روغتون دى، په معياري ډول روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
د هغه په وينا، دې روغتون کې معتادينو ته مشوره، د اړتيا وړ درمل، فزيکي او رواني درملنې خدمات ترسره کېږي.
ډاکټرصديقي زياته کړه چې د يادو خدمتونو ترڅنګ، دې مرکز کې هغو روږدو ته چې نشه يې توکې يې پرېښي، د مسلک زده کړې موکه هم برابره شوې څو روغتون څخه له رخصتېدو وروسته خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
د دې ترڅنګ د احياي اميد د روږدتيا پرېښودو روغتون مشر يادونه وکړه چې له نشه يي توکو څخه لاس په سر شوو کسانو بېرته په نشو اخته کېدواحتمال شته.
هغه وويل چې رغېدلو کسانو ته د دې روغتون مسوولينو نه لاسرسى، په نشه يي توکو د اخته کېدونکو کسانو سلنې اټکل ستونزمن کړى دى.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت، عامې روغتيا وزارت او د امريکا بهرنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې او د قانون تنفيذ ادارې د موندنو له مخې چې يو کال وړاندې خپور شو، افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر درې ميليونه او ٦٠٠ زرو کسانو ته رسېدلى وو چې له دې ډلې ٨٥٠ زره ښځې او ١١٠ زره يې ماشومان دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









