ژبه

د انګلستان ایم سي سي کلپ پر وړاندې د سیالۍ لپاره افغان کرکټ لوبډله اعلان شوه

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 29, 2017 - 2:51 pm

Views: 54

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶) : د افغانستان کرکټ بورډ د انګلستان د ایم سي سي کلپ پر وړاندې د یوه ورځنۍ سیالۍ لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبه د روان زیږدیز کال د جولای د میاشتې په ۱۱مه، د انګلستان د لارډز په نړیوال لوبغالي کې چې د کرکټ کور هم ورته ویل کیږي، ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو د اړیکو مسوول فرید هوتک د چنکاښ په  ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ټاکنیزې کمېټې د یادې سیالۍ لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې اصغر ستانکزی لوبډلمشر، نور علي ځدراڼ، جاوېد احمدي، ناصر جمال، محمد نبي، سمیع الله شینواری، افسر ځاځی، شفیق الله شفق، رحمت شاه ، ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ ، فرید ملک او راشد خان ارمان شامل دي.

د  ایم سي سي (MCC) پر وړاندې لوبه ترسره کول یو تاریخي ارزښت لري او د نړۍ هر پیاوړی لوبغاړی په دغه لوبغالي کې د لوبېدو هیله لري.

ایم سي سي (MCC) د میریلی بون کرکټ کلپ اختصار دی. دغه کلب د نړۍ د کرکټ د قوانینو جوړونکی کلپ دی او د نړۍ په کچه د کرکټ د ودې لپاره کار او هلې ځلې کوي چې یو شمېر افغان لوبغاړي یې هم د نړۍ د نورو لوبغاړو په څېر غړیتوب لري.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د ایم سي سي (MCC) یا د نړۍ د غوره یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې لوبه یو ملي ویاړ بولي او ټولو ملي لوبغاړو ته په دغه تاریخي لوبه کې د بریالیتوب دعا کوي.

login or register a new account.