کابل(پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٦): د هېواد په ١٣ ولايتونو کې د شپږ ميليارد افغانيو په لګښت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو دوه سوه نوي روغتيايي مرکزونه جوړېږي او ١٧٠ نور به په اړينو توکو سبمال شي.
د يادو شوو پروژو د تطبيق قراردادونه نن د عامې روغتيا د وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او د ١٣خصوصي کورنيو او بهرنيو موسسو تر منځ لاسليک شول.
د عامې روغتيا وزير د جزيياتو له ورکړې پرته د يادو شوو مرکزونو د روغتيايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه وويل چې د روغتيايي خدمتونو لپاره به دغه مرکزونه په ننګرهار، بلخ، کندوز، هلمند، دايکنډي، لغمان، لوګر، اروزګان، ميدان وردګو، فراه، بادغيس، سمنګانو او نيمروز کې جوړ او سمبال شي.
د نوموړي په خبره، د مور او ماشوم د تغذي وضعيت ښه والى، په ټولو روغتيايي تسهيلاتو کې يوې ښځينه عامه تغذي سلاکار ګومارل او په روغتيايي کلينيکونو کې د واکسيناسيون د ثابتو مرکزونو جوړول، له هغو مواردو دي چې بايد د يادو شوو موسساتو له لوري تطبيق شي.
نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې په روغتيايي مراکزو کې د لوحو لګول له ځان سره معلومات هم لري لکه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو نوعيت، د کارکوونکو شمېر، رسمي کاري ساعتونه، د وړتيا روغتيايي خدمتونو شتون او د چارواکو شمېرې هم له ځان سره لري، ددې تر څنګ د روغتيايي او نورو چارو په تړاو د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړول هم په کې شامل دي.
نوموړى وايي چې ددغه خدمتونو لګښت شپږ ميليارده افغانۍ کېږي چې د نړيوال بانک او اروپايي ټولنې له خوا د عامې روغتيا وزارت له لوري ورکول کېږي.
د نوموړي په خبره، د يادو شوو روغتيايي مرکزونو په جوړېدو سره به په دغه ولايتونو کې
نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د يادو شوو قرار دادونو له مخې په په دغه ولايتونو کې د روغتيايي کارکوونکو تنخواګانې هم ٤٠ سلنه لوړې شي.
د ډاکټر فيروز په خبره، د درغلي کوونکې موسسې قرار داد لغوه کېږي.
په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو شبکې( هليت نيت تى پى او) د دفتر مرستيال ډاکټر محمد نسيم چې نن يې په ننګرهار کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو تړون له عامې روغتيا وزارت سره لاسليک کړ، ډاډ يې ورکړ چې کارونه به له قرار داد سره سم تر سره کړي.
تردې وړاندې هم په دې ولايت کې د يو کلنو قرار دادونو له مخې د يادې شوې موسسې له لوري روغتيايي خدمتونه وړاندې کېدل.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، ځينې موسسې چې نن ورسره د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو تړونونه لاسليک شول، تر دې وړاندې يې هم په ياد شوو ولايتونو کې د وزارت سره د قرار داد له مخې روغتيايي خدمتونه وړاندې کول.
ډاکټر فيروز وويل چې کلني قرار دادونه به په نورو ولايتونوکې هم د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لاسليک شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










