کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د ١٥ کلنو لوبغاړو فوټبال ملي لوبډلې قرغيزستان ته په ماتې ورکولو سره دويمه بريا خپله کړه.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکزي اسيا د پنځو هېوادونو د فوټبال دا سيالۍ په تاجکستان کې پيل شوې دي.
هغه زياته کړه چې پرون مازديګر افغانستان په خپله دويمه لوبه کې قرغيزستان ته درې پر يو ګول ماتې ورکړه.
د کاظمي په وينا، د افغانستان له لوري سمير سمندري، فردين ناصري او احمد تميم ميرزاده ګولونه ووهل.
نوموړى وايي چې افغانستان دوه ورځې مخکې په خپلې لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد تاجکستان ته ماتې ورکړې وه او تر اوسه له دوو بريا وو سره د نومرو په جدول کې لومړى مقام لري.
افغانستان خپله بله لوبه د جمعې په ورځ له ترکمنستان سره ترسره کوي.
په دې سياليو کې د افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغيزستان او قزاقستان لوبډلو برخه اخيستې وه.
login or register a new account.