کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ځيني چاروکي او سياستوال د کرکـټ په چارو کې پر لاسوهنې تورن کړل او د هغوی د نومونو د افشا کولو ګواښ يې وکړ.
دغه څرګندونې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د چنګاښ په ١٥مه د تېرو شپږو مياشتو لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
عاطف مشعل وويل، د خپلې ګومارنې په لومړيو کې له خلکو سره ژمنه کړې چې د خپلو لاسته راوړنو او کارونو په اړه ورته راپور ورکوي.
نوموړي زياته کړه، لومړی کار يې دا و چې د ادارې پر جوړښت يې کار پیل کړ، دلته تصویب شوې اساسنامه نه وه، خو دا له نړیوالو اصولو سره د برابرۍ لپاره تر ټولو مهم کار و او د دې تر څنګ دا د بشپړ غړیتوب لپاره هم اړينه وه.
مشعل وايي: ((موږ په بېلابېلو برخو کې پاليسيو ته ضرورت درلود، تر څو د کرکټ نړیوالې شوار ته ورباندې قناعت ورکړو چې زموږ اداره له هره اړخه یوه معیاري او مسلکي ده.))
د کرکټ بورډ رييس وويل چې د هلو ځلو په پایله کې يې درې کلنه عملي منسجمه او ګټوره ستراتیژي ترتیب کړه چې له مخې یې د کرکټ بورډ د هرکال کاري پلان په نظر کې ونیول شو.
دى وايي، همدا ډول د ډسپلین او غوراوي خپلواکې کمېټې جوړې شوې، تر څنګ یې د تشکیل په اساسي ډول ارزونه او نوی تصویب شوی تشکیل جوړ شو چې په ښکاره توګه د مسوولیتونو او صلاحیتونو تفسیر لري او په دې ترڅ کې نوې مقررۍ چې پنځه د ماسټرۍ تر کچې پورې وې، ګومارنې وشوې.
د عاطف مشعل د وینا له مخې، د تاسیساتو لپاره ځانګړی درې کلن تاسیساتي پلان جوړ شو چې په دې کې د لوګر، ننګرهار بهسودو او پکتیکا لوبغالي افتتاح شول، د هلمند، زابل لوبغالو قراردادونه لاسلیک شول او د لغمان د لوبغالي لپاره یو میلیون ډالر نور پیدا شول.
هغه وايي، سربېره پر دې، د پنځو ملي اکاډمیو لپاره بودیجه پیدا شوه او د کال په اوږدو کې به پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس وويل، په تېرو شپږو میاشتو کې بل ښه خبر دا و چې د لومړي ځل لپاره شپږیزه کرکټ لیګ لوبډلې او لوبغاړي داوطلبۍ ته وړاندې شول او یو سلو پنځوس میلیونه افغانۍ پانګونه ورباندې وشوه چې دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې بریالی او ستر ګام و.
خو مشعل وايي، د دې تر څنګ مو خصوصي لیګونو ته ځانګړې پاملرنه او وده ورکړه چې په تېره لنډه موده کې درې لیګونه، سوله لیګ، میلیون جام او رمضان جام ترسره شول.
نوموړي زياته کړه چې ملي لوبډلې ته یې دوه نور روزونکي وګومارل، د ملي لوبډلې مالي امکانات زیات شول، د لومړي ځل لپاره اتیا لوبغاړو ته قردادونه ورکړل شول.
د کرکټ بورډ مشر وويل، يوه معیاري سرپټې اکاډمۍ چې په سیمه کې بې بېلګې ړي جوړه او ژر به افتتاح شي.
د هغه په وينا، بشپړ غړیتوب ترلاسه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لپاره د ښه زیري ترڅنګ لویې لاسته راوړنې هم لري، لکه د مالي امکاناتو زیاتېدل، د نړۍ د لومړۍ درجې هېوادونو په کتار کې راتلل، د کرکټ په نړیوالې شورا کې د رایې حق ترلاسه کول او په ټولو تصامیمو کې یې پوره برخه لرل او له ټولو لومړۍ درجه هېوادونو سره د لوبو کولو زمینه مساعدېدل.
خو عاطف مشعل په دې ناسته کې یو شمېر ننګونو ته هم اشاره وکړه چې د ده په خبره، دا مهال دوی ورسره مخ دي او د له منځه وړو لپاره یې پوره هڅې کوي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې د کرکټ لوبغالو او ودانيو ډېرول او نړیوالو لوبو ته چمتو کول، داخلي کورني کرکټ ته لا وده ورکول او په اساسي توګه نهادینه کول، د غوراوي او ډسپیلن کمېټې لا قوي کول، د ځوانو لوبغاړو، الف لوبډلې او نولس کلنو لپاره ځانګړې روزنه، د ادارې لا رغونه او له هغې مافیا سره جدي مبارزه کول چې د کرکټ د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
هغه ځيني سياسيون او چارواکي د کرکټ په چارو او د ملي لوبډلې په ټاکنو کې لاسوهنې کوي او وې ویل که چېرې له دغه کار لاس وانه خلي، نو نومونه به يې افشا کړي.
مشعل زياته کړه: ((موږ سره کره اسناد شته چې ځينو کسانو زموږ کارکوونکي ګواښلي هم دي، څو خپل د خوښې کسان په ملي لوبډلو کې ځاى کړي.))
هغه وايي، د هېچا لاسوهنې ورته د منلو وړ نه دي او نه هم د چا ګواښونو ته تسلمېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










