منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د اکسېجن او نایتروجن د توليد فابريکه جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۶): په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د اکسېجن او نایتروجن د توليد یوې خصوصي فابريکې په کار پيل وکړ چې د ختيځ زون د څلورو ولايتونو اړتيا به پوره کړي.

ياده فابريکه چې د چنګاښ په ۱۵مه پرانيستل شوه، د يو شخص د درې سوه او پنځوس زره ډالرو په شخصي بوديجه جوړه شوه.

د لوی ننګرهار په نوم د اکسېجن او نایتروجن د تولید د دې فابريکې بنسټګر ډاکتر نسیم الله درمان وويل چې د فابريکي له جوړېدو په ختيځ زون کې د اکسېجن او نايتروجن په برخه کې د خلکو اړتيا پوره کول او خلکو ته کارموندنه ده.

نوموړي وويل، دا فابريکه په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۰ ډبې اکسېجن او نايتروجن توليدوي چې د ختيځ زون د څلورو ولايتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان د خلکو اړتيا به پوره کړي.

نوموړي وويل چې په دې فابريکه کې به په مستقيم او غير مستقيم ډول ۲۵۰ مسلکي او غير مسلکي کسان په کار وګمارل شي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي محصولاتو د برخې مشر ډاکتر  محمد ظفر حميدي وويل چې د لوی ننګرهار د اکسېجن او نايتروجن فابريکه په نړیوال سټنډرډ جوړه شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست استازي ډاکټر حکمت الله عرب وويل، چې د ننګرهار صحت عامې د یادې فابريکې له جوړېدو نظارت کړی او ټولې چارې يې په معياري ډول جوړه شوې ده.

هغه وويل، تر دې وړاندې يې اکسېجن له کابل او نورو هېوادونو راووړ چې له سختو ستونزو سره به مخ وو.

عام خلک هم خوښ دي چې په ننګرهار کې د اکسېجن د تولید داسې فابریکه جوړېږي چې هم د نورو له احتياجه خلاصېږي او هم خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.

صبغت الله چې د يادې فابريکې پرانيستې ته ورغلی و، پژواک ته وويل چې دا فابريکه به ختيځوال له احتياجۍ وساتي.

اکسېجن او نايتروجن ګازونه د ناروغانو په درملنې، توليدي فابريکو، فلزکارۍ او حتی د کبانو روزنيزو فارمونو کې ترې ګټه پورته کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا