جلال اباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۶): د لغمان د عامې روغتيارياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په الينګار او اليشنګ ولسواليو کې د وسله والو د ګواښونو له امله تړل شوي يو شمېر روغتیايي مرکزونه لا هم تړلي دي.
د دغو ولسوالیو ۱۱ لوی او واړه کلينيکونه شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې ځکه وتړل شول، چې وسله والو يې کارکوونکو ته ګواښ کړی و.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې په الينګار ولسوالۍ کې يو نوی کلينيک ورغول شي، چې وسله وال يې تر خپل تسلط لاندې سيمه کې د جوړېدو غوښتونکي دي؛ خو روغتيايي چارواکي وايي، چې د وزارت د پاليسۍ له مخې بايد کلينيک په امن سيمه کې ورغول شي.
د دغه ولايت د اليشنګ او الينګار ولسواليو د اوسېدونکو د همدغو ستونزو او شکايتونو په اړه پنځه ورځې وړاندې (د چنګاښ په ۱۶مه) پژواک خبري اژانس راپور خپور کړ، چې خلکو په کې د کلينيکونو د بندېدو له امله د خپلو ستونزو په تړاو معلومات ورکړل.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالمعروف جليلي د چنګاښ په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل، چې لا هم د دغو ولسواليو شاوخوا ۱۱ کلينيکونه د خلکو پر مخ تړلي دي.
ده زياته کړه، د تېر په څېر د قومي خلکو په منځګړتوب هلې ځلې پيل شوي او هيله مندي شته، چې په راتلونکو څو ورځو کې دا ستونزه حل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، هغه کلينيک چې ټاکل شوې په الينګار ولسوالۍ کې جوړ شي، د وزارت له لايحې سره سم به په امن سيمه کې جوړيږي او د خلکو د غوښتنې مطابق به رغول کېږي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم تاييدوي چې په يادو ولسواليو کې روغتيايي سکټور يو څه ټکنی شوی دى، خو وايي، په بشپړه توګه ټول کلينيکونه نه دي تړل شوي.
نوموړي هم ډاډ ورکړ چې د کلينيکونو د خلاصون لپاره قومي هلې ځلې پيل شوي، چې په راتلونکو څو ورځو کې بېرته پرانيستل شی.
خو وسله والو طالبانو بيا پژواک اژانس ته ويلي، دغه کلينيکونه ځايي اوسېدونکو ته د سمو روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










