ژبه

د افغانستان او انګلستان د اېم سي سي کلب ترمنځ کرکټ لوبه مساوي شوه

توسط جاويد هميم کاکړ

جولای 12, 2017 - 11:02 am

Views: 61

کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د افغانستان او انګلستان د اېم سي سي کرکټ لوبډلو تر منځ يوه ورځنۍ لوبه د باران له امله مساوي پاى ته ورسېده.

دا لوبه پرون د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته په دوه نيمو بجو پيل شوه، خو د باران له امله لوبه په وقفه يي توګه درېده.

د انګلستان د اېم سي سي کرکټ لوبډله کې د پاکستان، انګلستان، نيوزيلينډ، ويسټ انډيز او يو شمېر نورو هېوادونو پياوړو لوبغاړو ونډه لرله.

د اېم سي سي لوبډلې د دې يوې ورځنۍ لوبې پچه وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه، د باران له امله دا لوبه د ٥٠ پر ځاى ٤٠ اورونو ته راټيټه شوه.

د اېم سي سي لوبډلې په ٤٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٧ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري شاه پور ځدران درې، ګلبدين نايب دوه او راشد خان يو لوبغاړى وسوځول.

افغانستان چې کله لوبه پيل کړه، نو په پنځو اورونو کې ٣١ منډې جوړې کړې چې يو ځل بيا تېز باران پيل شو او تر اخره ونه درېد او دغه راز لوبه مساوي اعلان شوه.

د افغانستان له لوري نورعلي ځدراڼ په ١١ منډو وسوځېد، جاوېد احمدي په ١٣ او ناصر جمال په څلورو منډو نا سوځېدلي پاتې شول.

د دې لوبې نندارې ته په انګلستان کې او د اروپا په نورو هېوادونو کې مېشت زرګونه افغانان ورغلي وو. 

login or register a new account.