منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فارياب کې د بايسکل ځغلونې لومړۍ سيالۍ ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

ميمنه (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦):  فارياب ولايت کې د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې د ملي يووالي اوونۍ په مناسبت د لومړي ځل لپاره د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره شوه .

د فارياب له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې مشر محمد اسحق شمسي وايي چې د بايسکل ځغلونې دا سيالي له نشه يي توکو سره د مبارزې ملي بسيج اوونۍ په تړاو ترسره شوه، څو د نشه يي توکو زيانونه ټولو ته ورسيږي او له کارولو يې ډډه وکړي.

شمسي وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست داسې پروګرام تر لاس لاندې نيولى چې نه يوازې د ملي بسيج اوونۍ؛ بلکې نورو اوونيوکې به هم د مشاعرو، محافلو، خبرو اترو او د جوماتو له منبرونو څخه د نشه يي  توکو زيانونو په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه چې د بايسکل ځغلونې نننۍ سيالۍ کې چې د فارياب هوايي ډګر ځغاست ليکه باندې ترسره شوه درې کسانو لومړى، دويم او درېيم مقام خپل کړ  او د ډاليو مستحق وپېژندل شول.

 د فارياب بدني روزنې سرپرست رييس سيدشاه ولي پارسا وايي، سره له دې چې د بايسکل ځغلونې فدراسيون موجود و؛ لومړى ځل دى چې ميمنې ښار کې د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره کېږي.

پارسال وويل، ځوانان تر  ډېره له نشه يي توکو زيانمن شوي او ٧٥ سلنه په نشه يي توکو روږدي کسان ځوانان دي.

نوموړي وويل، د نشه يي توکو استعمال نه يواځې د انسان بدن؛ بلکې د ټولنې اقتصادي او ټولنيز جوړښت ته يې هم نه جبرانېدونکى زيان اړولى او بايد له دې تباه کونکې پديدې سره جدي مبارزه وشي.

د فارياب مرستيال والي عبدالمقيم راسخ چې دې مراسمو کې حاضر و له ځوانو ورزشکارانو وغوښتل چې د نشه يي توکو زيانونه د ټولنې ټولو پرګنو ته ورسوي، څو له دې خطرناکې او وژونکې پدېدې ځخه ځان وساتي.

راسخ وويل، که دا ورزشکاران  د کوکنارو کروندو ويجاړولو لپاره سيمې ته نشي تللى،  لږ تر لږه کولى شي د عامه پوهاوي او ورزشي پروګرامونو له لارې د نشه يي توکو استعمال راکم کړي.

د بايسکل ځغلونې سيالۍ يو تن ګډونوال ازرم وايي، زيات خوښ دى چې د بايسکل ځغلونې تجربه يې هم نه درلوده، خو بيا يې هم لومړى مقام خپل کړ.

 نوموړي وويل، نشه يي توکي انسان تباه کوي، نو بايد ځوانان ترې ځان وساتي او څوک چې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور کارکوي تر نيول کېدو وروسته دې مجازات شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې