ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل او بغلان ولايتونو کې شپږ ماشومان وژل شوي

په زابل او بغلان ولايتونو کې شپږ ماشومان وژل شوي

author avatar
13 Jul 2017 - 14:58
په زابل او بغلان ولايتونو کې شپږ ماشومان وژل شوي
author avatar
13 Jul 2017 - 14:58

کلات- پلخمري (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): د زابل او بغلان ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې شپږ ماشومان وژل شوي دي.

د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع  وايي چې پرون مازديګر په شپږو بجو په برکه ولسوالۍ کې پر ماشومانو د هوان سرګلولې چاودنه کړې ده.

هغه زياته کړه چې دغو ماشومانو له سرګلولې سره لوبې کولې چې پرې چاودېدلى او څلور ماشومان يې وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې هم د يوې نښتې پر مهال پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د شاه جوى ولسوالۍ پر مرکز د هاوان مرميو ډزې کړې وې.

د نوموړي په وينا، يوه مرمۍ په کلي کې پر يوه کور ولګېده چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه ن دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.