ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د زابل د شاه جوى ولسوالۍ ١٧ کلي له وسله والو پاک شول

چارواکي : د زابل د شاه جوى ولسوالۍ ١٧ کلي له وسله والو پاک شول

author avatar
13 Jul 2017 - 15:19
چارواکي : د زابل د شاه جوى ولسوالۍ ١٧ کلي له وسله والو پاک شول
author avatar
13 Jul 2017 - 15:19

کلات (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): د زابل ولايت چارواکي وايي چې په شاه جوى ولسوالۍ کې د پيل شوو عملياتو کې وسله والو مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلې تر څنګ ١٧ کلي له دوى څخه پاک شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د خالد په نوم چاڼيز عمليات په شاه جوى ولسوالۍ کې پيل شوي وو چې پرون پاى ته ورسېدل.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٧ نور يې ټپيان دي او د هغوى يو ميل دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.

سيال وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٧ لوى او واړه کلي له وسله والو څخه پاک شوي او اوس هلته د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو پوستې جوړې شوې دي.

د والي وياند وويل چې په دغو عملياتو کې يو پوليس وژل شوى، يو د ملي اردو سرتېرى او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.