منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تر درملنې لاندې معتادين د خپل راتلونکي ژوند د څرنګوالي په اړه اندېښمن دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۴۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): کابل کې تر درملنې لاندې په نشه يي توکو يو شمېر روږدي کسان وايي، د خپل راتلونکي ژوند په اړه اندېښمن دي، چې ګني له روغتيا وروسته به کاري فرصتونه ورته پيدا نه شي نو عادي ژوند به يې له ستونزو ډک وي.

نن کابل کې د "اميد" په نوم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له مرکز څخه د عامې روغتيا، کار او ټولنيزو چارو او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارتونو مرستيالانو د ليدنې په څنډه کې د ياد مرکز يو شمېر کسانو خپلې ستونزې له دولتي چارواکو سره شريکې کړې.

٣٥ کلن جمشېد چې اوسمهال په ياد مرکز کې تر درملنې لاندې دى او له ٦٥ ورځو وروسته يې يو ځل بيا روغتيا ترلاسه کړې او ټاکل چې له خپلې کورنۍ سره يوځاى شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن دى.

هغه زياته کړه: "کورنۍ ته مې په دې اړه څه نه دي ويلي چې په روغتون کې يم، هغوى ته مې ويلي چې په ايران کې يم، خو کله چې په خير رخصت شوم، له خيره سره کور ته ځم او بيا هيڅکله هم نشه نه کوم."

جمشېد چې له دې وړاندې په کومه دولتي اداره کې کار کاوه، وويل چې دغه راز په دولتي او خصوصي ادارو کې هم هغه چا ته په درنه سترګه نه کتل کېږي، چې پخوا په نشه يي توکو روږدى و.

د هغه په وينا، دولت او غيردولتي بنسټونه بايد يادې موضوع ته پاملرنه وکړي او له هغه چا سره چې نشه يي توکي يې پرېښي وي، مرسته وکړي، څو دوى يوځل بيا خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي چې له دې کار پرته به ورته ژوند ډېر ستونزمن وي.

دغه راز ٢٥ کلن ذبيح الله چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په ياد مرکز کې تر درملنې لاندې دى، وايي چې دغه روغتيايي مرکز ته يې دوه ځلې مراجعه کړې ده.

هغه وويل: "لومړى ځل مې هم چې دلته درملنه وشوه، ډېر وخت په کار پسې وګرځېدم، خو کار مې پيدا نه کړ، چې له ډېر ځور بېرته په نشه يي توکو روږدى شوم."

ذبيح الله پر نشې د روږدي کېدو او بې روزګارۍ ترمنځ پر اړيکې د ټينګار ترڅنګ وويل: "که چېرې باسوادو او بېسوادو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، د دې غميزې مخه نيول کېږي او ځوانان به هيڅکله هم په نشه يي توکو روږدي نه شي."

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د کار مرستيال احمدشاه صالحي، پر نشې د روږدو کسانو په منځ کې د خبرو پر مهال وويل چې په نشه يي توکو روږدي کسان هم د ټولنې د نورو کسانو په څېر له برابره انساني حقونو برخمن دي او بايد له دوى کرکه ونه شي.

نوموړي ورته مهال وويل، پر نشه يي توکو د روږدي کېدو پديدې پر وړاندې د مبارزې او مخنيوي په موخه بايد په ازادانه ډول د دغو مواد پېر او پلور بند کړل شي.

دغه راز د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر فدامحمد پيکان روانې اونۍ ته په اشارې سره چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ملي بسيج په نوم يادول شوې، وويل: "د معتادينو پر وړاندې تبعيض او له دوى سره ناوړه چلند بايد له منځه ولاړ شي؛ ځکه دوى هم کورنۍ لري. کله چې د شپې له خوا خپلو کورونو ته ځي، کورنۍ ترې په ډېرې خوشالۍ هرکلى کوي."

پيکان زياته کړه: "هېواد کې په نشه يي توکو شاوخوا درې ميليون روږدي کسان لرو، چې د هېواد ١١ سلنه نفوس تشکيلوي او ان په نشه يي توکو يو روږدى کس کولى شي، په يوه کال کې اووه نور کسان هم په دغې پديدې روږدي کړي."

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال سيدفيصل حسيني وويل: "په نشه يي توکو روږدو کسانو د راکمولو لپاره د ١٠٣ روغتونونو جوړول حل لاره نه ده، چې په کال کې شاوخوا ٤٠ زره کسانو درملنه کوي، بايد له يادې پديدې څخه د وتلو لپاره هلې ځلې وشي."

د هغه په وينا، په نشه يي توکو روږدي کېدل تصادفي نه دي، ځکه په بازار کې نشه يي توکي په ازاد ډول پلورل کېږي او تر دې چې ځينې کسان يې په ازاد ډول پلوري.

دا ډول اندېښنې په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې له دې وړاندې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ويلي و، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه له ناکامۍ سره مخ ده.

دانش دغه راز ويلي و، افغانستان له يادې پديدې سره په يواځې مبارزه نه شي کولى او په دغه برخه کې برياليتوب په سيمه ييزې او نړيوالې همکارۍ پورې تړلى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا