ژبه

د افغانستان ١٩ کلنې لوبـډلې په کرکټ کې ماليزيا ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د کرکټ ١٩ کلنې ملي لوبډلې د نړيوال جام غوراوي سياليو په لړ کې ماليزيا ته ماتې ورکړه.

د افغانستان‌، ماليزيا، نيپال او سينګاپور په ګډون دا يوه ورځنۍ سيالۍ نن (د چنګاښ ٢٦مه) په سينګاپور کې پيل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د اړيکو مسوول فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل چې د لوبې پچه افغانستان وګټله او ماليزيا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه چې د ماليزيا لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبډله يې په يوويشتم اوور کې په ٥٣  منډو وسوځېده.

د افغانستان له لوري يوسف ځاځي څلور، مجيب درې، ظاهر پکتين دوه او شمس يو لوبغاړى وسوځول.

هوتک وايي چې افغان ١٩ کلنې لوبـډلې ياد هدف په شپږم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او ماليزيا ته يې ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري دروېش رسولي ٣٢ او نويد عبيد ١٨ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې،

يوسف ځاځى چې څلور لوبغاړي يې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان به سبا خپله دويمه لوبه له کوربه سينګاپور سره ترسره کوي. 

login or register a new account.