کندهار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۶): د کندهار د عامې روغتیا ریاست په ودانۍ کې د ناروغیو د تشخیص مجهز لابراتوار پرانیستل شو.
دغه ریفرنس لابراتوار د زون په کچه فعالیت کوي او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې به وړیا خدمات وړاندې کوي.
د دغه لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال، د ولایتي شورا یو شمېر غړو او ګڼو روغتیاپالانو ګډون کړی وو.
ډاکټر محمدعظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه لابراتوار پر جوړولو ۲۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د ګلوبل فنډ/Global Fund ادارې له خوا ورکول شوی دى.
هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا ریاست اړوند دغه ریفرنس لابراتوار به د زون په کچه فعالیت کوي چې د PCR,ELISA او ۳۰ ډوله کلچر معایناتو وړتیا لري.
دغه راز ده یادونه وکړه چې په دغه لابراتوار کې دGen Expert په نوم مشینري هم شامله ده چې په وسیله یې د توبرکلوز (TB) ناروغیو دقیق تشخیص او معاینات کېږي او د ځینو درملو پر وړاندې د دغې ناروغۍ د میکروب مقاومت هم ښيي.
نوموړي د دغه لابراتوار فعالېدل د ناروغیو د تشخیص او پېژندنې د معیاري کېدو پر لور یو مهم ګام وباله.
د ده په خبره، مخکې چې دلته دغسې یو لابراتوار موجود نه و، روغتیاپالانو د ګڼو ناروغیو د تشخیص پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي هم په کندهار کې د زون په کچه د دغه لابراتوار پرانیستل کېدل مهمه چاره وبلله او ویې ویل، اوس به ناروغان اړ نه وي چې د خپلو ځینو ناروغیو د تشخیص لپاره کابل او یا بهر ته لاړ شي.
login or register a new account.