کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦) : د افغانستان کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د نړيوال جام غوراوي سياليو په لړ کې نيپال ته هم ستره ماتې ورکړه.
دا سيالۍ په سينګاپور کې پيل شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د اړيکو مسوول فريد هوتک د چنګاښ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن افغان ١٩ کلنې لوبـډلې خپله درېيمه لوبه له نيپال سره ترسره کړده.
هغه زياته کړه، د لوبې پچه نيپال وګټله او افغان نولس کلنو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه .
د نوموړي په وينا، افغان نولس کلنې لوبډلې د ۴۹،۴ اوورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې جوړې کړې. ابراهيم ځدراڼ ۴۳، نويد عبيد۳۳، طارق ستانکزي ۲۷، نوين الحق ۲۰ او عمران محمدي ۱۸ منډې جوړې کړې دي.
د نيپال لوبډله ونه توانېده چې ياد هدف ته ځان ورسوي د ۲۶ اوورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۴۹منډې جوړې کړې او د ۱۴۱ منډو په تو پير يې افغان نولس کلنو ته لوبه وبايلله.
د افغان نولس کلنو له لوري نوين الحق ۴ لوبغاړي وسوځول چې له دې ډلې يې درې پرله پسې وسوځول شول چې د کرکټ په اصطلاح کې ورته هيټريک وايي.
دغه راز مجيب ځدراڼ ۳ ، ظاهر پکتين ۲ او يوسف ځاځي يو لوبغاړی وسوځول.
تر دې مخکې افغانستان سينګاپور او ماليزيا ته هم سترې ماتې ورکړې وې.
login or register a new account.