ژبه

بې پولې ډاکټرانو دوه کاله وروسته بيا کندوز کې روغتيايي خدمات پيل کړل

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) :  بې پولې ډاکټرانو تر  دوو کلونو وروسته، يو ځل بيا په کندوز ولايت کې روغتيايي خدمات پيل کړل.

دوه کاله مخکې د ١٣٩٤ لمريز کال د تلې مياشتې په ١١مه، امريکايي ځواکونو په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوايي بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې لسګونو ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پيوازانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم هغه مهال ويلي وو چې په هوايي بريد کې د ډاکټرانو او ناروغانو په ګډون ٤٢ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا بريد وروسته له هغه شوى و چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار او دغه روغتون نيولي و.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ( اېم اېس اېف) د دفتر  يوې سرچينې د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دوه کلن ځنډ وروسته يې نن په کندوز ولايت کې د روغتيايي خدماتو يو کلينيک پرانيست.

سرچينې زياته کړه، په دې مراسمو کې د کندوز مرستيال والي حشمت الله، د ډاکټرانو د ټولنې مشر عبدالستار غفور او دوو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

په کندوز ولايت کې د بې پوله ډاکټرانو د تنظيم د ځايي دفتر  دغه غړى وايي، په دې کلينيک به دوى له شنبې څخه تر چهارشنبې ورځې پورې د سهار له اتو بجو تر څلورو بجو پورې د سطحي ټپيانو درملنه کوي.

سرچينه زياتوي، دوى د جګړو پر مهال، پېښو او د شکرې ناروغۍ له امله د رامنځته شوو سطحي ټپونو درملنه کوي.

دغه نړيوال تنظيم له خلکو غوښتي چې د سختو ټپونو لرونکي ناروغان دې ورته نه راولي، ځکه چې دوى يې د درملنې امکانات نه لري.

سرچينه وايي، که چېرې دوى ته د سختو ټپونو ناروغان راوړل شي؛ نو دوى به يې په خپلو امبولانسونو کې نورو روغتونونو ته ولېږدوي.

په کندوز کې تر بمبار وروسته ياد تنظيم ويلي، څو پورې چې د دوى د امنيت په اړه ضمانت ور نه کړل شي، بيا فعاليتونه نه پيلوي، په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يادې سرچينې وويل،  له افغان حکومت سره به ډېر  ژر په دې اړه يو تړون لاسليک شي.

هغه زياته کړه، د دې تړون له مخې به د دوى د ټولو کارکوونکو د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکړل شي او تر تړون وروسته به دوى په کندوز کې خپل لوى روغتون يو ځل بيا فعاله کړي.

بلخوا په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د نړيوال تنظيم ( اېم اېس اېف) د پروګرامونو مسووله  سېلويا ډالاټوماسينا ويلي، د دې کلينيک له پرانيستل کېدو سره دا په کندوز کې د دوى د روغتيايي فعاليتونو پيلامه ده.

login or register a new account.