جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۶): ننګرهار کې د چرګانو د روزنې شاوخوا ۲۵۰۰ فارمونه شته چې هم يې په کور دننه د چرګانو د خرڅلاو اړتيا پوره کړې او هم يې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
بلخوا فارم لرونکي شکايت کوي چې دولت ورته پوره پاملرنه نه ده کړې او د ځينو ستونزو له امله يې کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په بازارونو کې لا هم د پاکستاني چرګانو موجوديت، د چرګانو د خوراکي دانو کمښت او د چرګوړو د توليد فابريکو نشتوالی هغه ستونزې دي چې فارم لرونکي ترې رنځ وړي.
د پژواک اژانس خبري ټېم د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچې سيمې کې د چرګانو يو فارم ته د هغوی د ستونزو اورېدو په موخه ورغلی و چې هلته يې هم د چرګانو له روزنې نظارت وکړ او هم يې د فارم لرونکو ستونزې واورېدې.
په دوه پوړیزه ودانۍ کې جوړ شوی يو لوی فارم چې په هره روزنيزه څلوېښت ورځنۍ دوره کې په کې ۲۰۰۰ چرګانو روزل کېږي، نېغ په نېغه او غير مستقيم ډول يې ګڼو خلکو ته کاري زمينه برابره کړې ده.
حاجي محمد اسحاق قريشي چې په خپله څلور جريبه کرنيزه ځمکه کې يې د کارډيف موسسې په مرسته د چرګانو روزنې فارم جوړ کړی، وايي له خپل دغه کاره خوښ دی.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په فارم يې له ځمکې پرته ۵۰زره ډالر لګښت راغلی او کارډيف موسسې هم ورسره په کې يو څه مرسته کړې خو له موسسې ځکه راضي و چې په وينا يې دغه فکر ورته یادې موسسې ورکړی دی.
دی وايي چې پخوا يې په دې ځمکه کې کښت کاوه چې خپل کړی مصرف به يې هم نه شو پوره کولی او ستونزې يې پرې نه حل کېدې.
نوموړی وايي، په فارم کې ورته خپله هم کاري زمينه برابره شوې او په مستقيم او غير مستقيم ډول يې شاوخوا دېرشو نورو کسانو ته هم د کار زمينه برابره کړې ده.
په دغه فارم کې پر کار بوخت د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی غلام جان وايي چې پخوا يې ژوند ښه نه و خو په دغه فارم کې ورته تر کار پيدا کېدو وروسته يې د کورنۍ اقتصادي وضعيت ښه شوی دی.
نوموړی په سوداګرو غږ کوي: ((زموږ تجاران بايد داسې کارونه وکړي چې نورو خلکو ته په کې کار پيدا شي، څومره چې خلک په کار بوختېږي، هومره ورسره امنيت هم ښه کېږي.))
په ختيځ کې د چرګانو د روزنې فارمونو اتحاديه وايي، اوس مهال په ختيځ زون کې له درېيو زرو زيات فارمونه موجود دي چې له ډلې يې نږدې دوه نيم زره په ننګرهار ولايت کې دي.
د دې اتحاديې وياند سيد الرحيم خان بابکرخېل پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار ولايت کې فارم لرونکي لا هم د بازار له نشتوالي، د يو ورځنيو چرګوړو او د چرګانو د دانو له کمښت سره مخ دي.
بابکرخېل وړاندې وويل: ((اوس هم په بازار کې پاکستاني چرګان خرڅېږي، هغه ارزانه دي او موږ ته په ګرانه تمامېږي، بل مشکل دا دی چې دلته د چرګوړو د توليد فابريکه نشته، موږ يو ورځني چرګوړي له پاکستان راوړو، بله ستونزه د خوراکي دانو ده چې دلته يوه فابريکه موجوده ده، خو هغه زموږ يواځې شپېته سلنه اړتيا پوره کوي.))
هغه وويل، که دولت او په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت دغو ستونزو ته پاملرنه ونه کړي؛ نو ياد فارمونه به له سقوط سره مخ شي.
خو په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ رياست د مالدارۍ برخې مدير ډاکټر عبدالهادي بابر پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د چرګانو فارم لرونکي اوس د بازار په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.
دی وايي: ((د جلال اباد ښار او ټول ولايت د چرګانو بازار همدغو چرګانو نيولی، له پاکستان پرته له ګټو چرګو چې دلته نه روزل کېږي، نورې هېڅ چرګې نه راځي. حتی شمالي ولايتونو او پلازمېنې کابل ته هم همدا چرګان انتقالېږي. نور نو دوی دومره توليد نه شي کولی چې بهر ته يې هم صادر کړو.))
د کرنې رياست دغه مسوول وايي چې د چرګانو د توليد فابريکو د ايجاد په برخه کې يې هم هلې ځلې پيل کړې او دغه ستونزه به هم د وخت په تېرېدو حل شي او د دانو د برخې ستونزه يې هم يو څه حل شوې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحايه وايي چې د يادو فارمونو لرونکي دې د مزدورانو ژوند ته پاملرنه وکړي او هم دې دولت د دغو فارمونو پايښت لپاره کار وکړي.
د دې اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، په يادو فارمونو کې کاريګر د اتو ساعتونو په مزد باندې شپه او ورځ کار کوي چې دا د دوی په حق کې ښکاره تېری دی.
هغه دا هم وويل، که يادو فارمونو ته دولت پاملرنه وکړي او همداسې دوامداره پاتې شي؛ نو په شتون کې به يې دغه زرګونه کسان چې په کار بوخت دي همداسې به په کار پاتې شي.
سره له دې چې په ننګرهار کې د چرګانو د توليد فارمونو خلکو ته دومره اسانتيا هم برابره کړې؛ خو فارم لرونکي شکايت کوي چې دولت ورته پوره پاملرنه نه ده کړې او که وضعيت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي ياد فارمونه ورو ورو د سقوط خوا ته ولاړ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










