ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ازادۍ د ورځې په ویاړ بېلابېلې سیالۍ ترسره شوې

کابل کې د ازادۍ د ورځې په ویاړ بېلابېلې سیالۍ ترسره شوې

author avatar
31 Jul 2017 - 16:12
کابل کې د ازادۍ د ورځې په ویاړ بېلابېلې سیالۍ ترسره شوې
author avatar
31 Jul 2017 - 16:12

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): کابل کې د ازادۍ د ورځې په وياړ د سلو لوبغاړو ترمنځ بېلابېلې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د زمري په نهمه په کابل کې د پنځه ګونو لوبو د ملي فدراسيون له خوا په لاره اچول شوې وې.

په دې سياليو کې  د لامبو، ځغاستې، تورې وهنې، نښې ويشتنې او اس ځغلونې سلو لوبغاړو برخه اخيستې وه.

په دې سياليو کې د کابل په ګډون د لسو ولايتونو له ٢٦ کلپونو څخه لوبغاړو برخه اخيستې وه.

د اړوندې موضوع په اړه د پنځو ګونو لوبو د فدراسيون مشر خوشحال سروري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د ازادۍ د ورځې (د زمري ٢٨مه) په مناسبت په لاره اچول شوې وې.

د هغه په وينا، یاد فدراسيون په پام کې لري چې په راتلونکي هم ورته سيالۍ ترسره کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ د ځغاستې، نښې ويشتنې او تورې وهنې لپاره امکانات لرو خو د اس ځغلونې او لامبو لپاره کافي امکانات او ځاى په واک کې نه لرو.))

د يادو سياليو يوه ګډون کوونکي اميد قاضي زاده پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې يې د ځغاستې په دوو سياليو کې برخه اخيستې وه او لومړى ځاى يې خپل کړى وو.

هغه وويل: ((د لوبڅارانو د لومړنيو پرېکړو له مخې دا ځل هم ګټونکى يم.))

دغه راز د دې سياليو يو بل ګډون کوونکي او د تورې وهنې د فدراسيون مشر احمد رفاه يورش د دې ډول سياليو جوړول اړين وبلل.

هغه زياته کړه: ((له تورې وهنې سره د افغان لوبغاړو لېوالتيا زياته ده، د المپيک اداره بايد امکانات ورته برابر کړي.))

د لوبو په پای کې د پنځو ګونو لوبو د ملي فدراسيون مشر خوشحال سروري وويل چې د دې سياليو ګټونکي به د راتلونکي پنځشنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.