منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فوټبال ملي لوبډلې د فزیکي ځواک لوړولو لپاره کړنلارې جوړېږي

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي چې په ملي لوبډله کې ډېر استعدادونه شته، مګر فزیکي ځواک یي تر نورو نړیوالو لوبډلو ټیټ دى.

دغه څرګندونې د افغانستان فوټبال فدراسيون مسوولينو د زمري په ١٠مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي اوتو فيستر وويل، د فوټبال ملي لوبډله کافي اندازه سپورټي مهارتونه لري، مګر د دوی فزیکي ځواک تر نورو ډېر کمزوری دى او د فزیکي ځواک د لوړولو لپاره يې د فوټبال له ملي فدراسیون سره په ګډه پر لنډمهاله او اوږود مهاله کړنلارو کار کوي.

د هغه په وينا، د فوټبال له فدراسيون سره په همکاری په پام کې لري چې په راتلونکي کې د فوټبال ملي ټېم د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه له نړیوالو ټېمونو سره دوستانه او رسمي لوبې په لار واچوي.

نوموړی د فوټبال ملي لوبـډلې وروستیو سياليو ته په اشارې سره وویل: «د فوټبال لوبو پر وړاندې باید احساساتي چلند ونه شي، د ویتنام پر وړاندې د ملي ټېم بریا ټول خلک خوښ کړل، مګر د کمبودیا پر وړاندې له لوبې بایللو وروسته پر لوبغاړو نيوکې زیاتې شوې.»

هغه وویل: «افغانستان کې جګړو او سیاسي بې ثباتیو د فوټبال لوبه هم اغېزمنه کړې، هڅه مو دا ده چې لوبډله له سیاست لرې وساتو.»

د ملي لوبډلې دغه الماني روزونکي فیسټر د لوبغاړو ترمنځ یووالی او همغږي د بریا ضامن وبلل او زیاته يې کړه چې ملي لوبډله د تېر په نسبت ډېره همغږي لري.

د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال علیرضا اقازاده وويل چې د فوټبال د معیاري کولو لپاره د اسیا فوټبال فدراسیون او د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) په مرسته پر درې کلن پلان کار کوي چې ډېر ژر به دغه ستراتیژي اعلان شي.

نوموړی وايي، د درې کلن پلان په مرسته ۱۳۹۷ لمريز کال کې د لوبغاړو د استعدادونو د ودې په موخه د ۱۴ کلنو او ۱۶ کلنو لوبغاړو لپاره هم ټېمونه جوړوي.

هغه زیاتوي: «د فوټبال فدراسیون له لوري د الکوزي شرکت په مالي مرسته د ملي ټېم لپاره ۲۵ کسیزه لوبډله روزو، یادو لوبغاړو ته د تنخوا، خوراک، لباس او تعلیم آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي.»

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال محمدیوسف کارګر وویل، د فوټبال لوبې معیاري کول د ورځو او میاشتو کار نه ده، کلونه وخت نیسي څو د یوې پیاوړې لوبډلې شاهدان و اوسو.

هغه وايي، د معیاري لوبډلې د روزلو لپاره سالم مدیریت، په لوبغاړو پانګونه، معیاري لوبغالي او روزنیز کلبونه اړین دي چې لا هم زموږ په واک کې نشته.

کارګر د فوټبال ملي فدراسیون او ولایتي فدراسیونونو ترمنځ اختلافونو ته په اشارې سره وویل چې فوټبال فدراسیون د قانون له مخې رڼو او بېطرفه ټاکنو ته ژمن دى، خو د ملي شورا د استازو له لوري د فدراسیون په چارو کې مداخله د ټاکنو د ځنډ باعث شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ٢٢ ولايتونو د فوټبال مسوولينو د زمري په ٧مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د فوټبال فدراسیون په مشر تور پورې کړ چې کاري موده يې له يو کال راهيسې پوره شوې، خو ټاکنې نه ترسره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې