منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مور له شيدو نه استفاده د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه ټيټوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل(پژواک،١١زمرى٩٦): څېړنې ښيي چې له زيږون وروسته په لومړي يو ساعت کې د مور په شيدو تغذيه شوي ماشومان، د ماشومانو د مړينې ٢٢سلنه راکموي.

دغه مطلب نن په کابل کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال، ډاکټر فدامحمد پيکان  د"په ګډه د مور په شيدو دوامداره تغذيه پيلوو" تر شعار لاندې د مور په شيدو د تغذيې د نړيوالې اوونۍ په لمانځغونډه کې بيان کړ.

هغه زياته کړه چې د مور په شيدو د تغذيې د نړيوالې اوونۍ د قدرونې او لمانځلو موخه د ماشومانو د ژوند ساتنې لپاره د ژمنې نوي کول دي.

 د ياد شوې اوونۍ په مناسبت د عامې روغتيا وزارت په پيغامونو کې، د مور په تيو کې له زېږون وروسته لومړيو ورځو کې ورږه؛ د نويو زېږېدلوماشومانو د ژوند او روغتيا ساتنې لپاره ډېر مهم بلل شوي دي.

ورږه يوډول ځانګړې شيدې دي چې له زېږون وروسته لومړيو ورځو کې د مور په تيو کې پيدا کېږي، چې په زياته کچه فعال هېموګلوبين، انتي باډيانې او نور ساتندويه پروتيني حجرات لري.

  د عامې روغتيا وزارت له ميندو څخه غوښتي دي چې خپلو ماشومانو ته دې د دغو شيدو ورکړه هيره نه کړي او د زېږون په لومړيو شېبو کې دې ماشومان په خپلو شيدو سره تغذيه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د عامې روغتيا د موندنو له مخې، د هغو ميندو شمېر چې ماشومان يې په خپلو شېدو سره تغذيه کوي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د زياتېدو په حال کې دى؛ داسې چې د هغو ميندو شمېر چې ماشومان يې په خپلو شيدو سره تغذيه کوي، په ٢٠٠٣ کال کې ٣٠سلنه، په ٢٠١٣ کال کې ٥٨سلنه او په ٢٠١٥ کال کې ٦٤سلنې ته رسېدلى و.

  دغه راز د هغه په وينا، د مور په شيدو سره د تغذيې په اړه د متخصص، ډاکټر او نرس په ګډون له شپږ زره ډېرو روغتيايي کار کوونکو روزل،په روغتيايي مرکزونو کې د ماشومانو د ودې جاجول، د مور په شيدو د تغذيې د ګټو په اړه د تبليغاتي لوحو لګول او نور په تېر کال کې د عامې روغتيا وزارت له لاسته راونو څخه دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا