ژبه

د امريکايي کمپنۍ د جګړې د مديريت موضوع افغان لوري سره نه ده شريکه شوې

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): د افغانستان حکومت وايي، د امريکا خصوصي کمپنۍ له خوا د افغانستان د جګړې د مديريت بحث په امريکا او د هغوى په رسنيو کې راپورته شوى او له افغان حکومت سره قطعاً نه ده مطرح شوې.

افغان حکومت دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امريکا د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ (بلک واټر) بنسټګر اريک پرېنس د افغانستان لپاره د يوه غير دولتي خصوصي پوځي ځواک جوړولو وړانديز وکړ.

بلک واټر هغه خصوصي امنيتي امريکايي کمپنۍ ده چې د عراق او افغانستان په جګړو کې يې امريکايي سرتېرو ته د پوځي ملاتړ لپاره ګڼ قراردادونه کړي وو.

د ياد وړانديز له مخې به د یادې خصوصي امنيتي کمپنۍ له خوا د افغانستان په جګړه کې څه کم پنځه زره سرتېري او څه کم سل الوتکې د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې کارول کېږي.

د دغه قرارداد له مخې، ځانګړي پنځه زره پوځيان به افغان ځواکونو ته پوځي روزنه او لارښوونې کوي، د استخباراتو، هوايي ملاتړ، روغتيايي اسانتياوې، اړيکو او لوجستيک په برخه کې يې ملاتړ کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې قراردادي ځواک کې به امريکايان، د ناټو د متحدو هېوادونو غړي او هغه کسان شامل وي چې په افغانستان کې لا له مخکې د پوځي ماموريت تجربه لري.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه هره ورځ بېلابېل کورني او بهرني شخصيتونه خپل نظرونه وړاندې کوي او ځيني يې طرحې هم لري.

هغه زياته کړه، په امريکا کې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ د مشر څرګندونې او يا طرحه د نوموړي شخصي نظر دى، د افغانستان دولت د اشخاصو د څرګندونو په رابطه نظر نه ورکوي.

قادرشاه وايي، د امريکا خصوصي کمپنۍ له خوا د افغانستان د جګړې د مديريت بحث په امريکا او د هغوى په رسنيو کې راپورته شوى او له افغان حکومت سره قطعاً نه ده مطرح شوې.

د ملي امنيت شورا وياند وويل چې د افغانستان په اړه د امريکا ستراتيژي تر بحث او ارزونې لاندې ده؛ نو په دې مرحله کې په جزئياتو بحث ته اړتيا نه ليدل کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي همکاريو تړون لرو، د افغانستان ټولې امنيتي اړتياوې او د امريکا متحده ايالاتو همکارۍ د همدې تړون په چوکاټ کې تر بحث لاندې نيول کېـږي او تنظيمېږي.))

د قادر شاه په وينا، د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو تر منځ ټولې امنيتي او سياسي همکارۍ د دولتونو ترمنځ د همکاريو د اصل په پام کې نيولو سره همغږي کېږي.

د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخې، د بلک واټر کمپنۍ د مشر د دغه وړانديز په رڼا کې به د افغانستان په جګړه کې د امريکا کلنى لګښت چې اوسمهال لسګونه ميليارده ډالره دى، لسو ميلياردو ډالرو ته راټیټ شي.

ويل کېږي چې د بلک واټر کمپنۍ د خپل دغه وړانديز په اړه له سپينې ماڼۍ او ځينو امريکايي چارواکو سره ناستې او مشورې هم کړې دي.

هغه لېوالتيا ښودلې چې د دې طرحې د عملي کولو لپاره غواړي د امريکا له حکومت سره قرارداد وکړي او د دې جګړې مسووليت پر غاړه واخلي.

د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي چې د شخصي ګروپونو او کمپنيو له خوا د افغانستان په جګړه کې د رول اغېزمنتيا کمه او بې ګټې وي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې افغانستان له امريکا سره ستراتيژيک او امنيتي تړون لري او د همدغه تړونونو په رڼا کې بايد دواړه دولتونه امنيتي، اقتصادي او سياسي خبرې اترې او مذاکرات وکړي.

د غفور په وينا، د امنيتي تړون له مخې امريکا بايد د افغانستان د جګړې او د امنيتي دفاعي ځواکونو اړتياوې پوره کړي او په نوې ستراتيژۍ کې هم بايد دا په نظر کې ونيسي.