کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): ظاهر اغبر وايي چې د المپيک ملي کمېټې د رياست ټاکنې او د مشر په توګه د محمود حنيف ټاکنه نا مشروع ده، خو يو شمېر ورزشي کارپوهان بيا دواړه (اغبر او حنيف) داسې کسان بولي چې د هېواد ورزش يې له ننګونو سره مخ کړى.
د افغانستان ملي کمېټه له دوو کلونو راهيسې د دوو مشرانو له لوري اداره کېږي چې دواړو د دغه ورزشي ارګان د رياست ادعا کوي.
ظاهر اغبر ټينګار کوي چې المپيک ملي کمېټه نا دولتي ده او د ده رياست انتخابي دى چې د المپيک اسيايي شورا له لوري د دې کمېټې د مشر په توګه پېژندل کېږي، خو له بلې خوا فهيم هاشمي وايي چې په رڼو ټاکنو کې د کمېټې د مشر په توګه غوره شوى او ولسمشر هم د يوه حکم پر بنسټ د ده رياست تاييد کړى دى.
دا جنجالونه له دوو کلونو راهيسې دوام لري، خو اوس اوس محمد حنيف د المپيک کمېټې د سرپرست په توګه د حکومت له لوري په رسميت پېژندل شوى چې لا له مخکې په نا اعلان شوو ټاکنو کې يې ځان د المپيک ملي کمېټې د مشر په توګه اعلان کړى.
خو ظاهر اغبر نن په يوه خبري ناسته کې چې د ورزشي فدراسيونونو د شاوخوا شلو رييسانو په ګډون جوړه شوې وه، وويل: ((له بده مرغه تېره شپه خبر شوم چې د المپيک موازي کمېټې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په همکارۍ ټاکنې ترسره کړې چې نه د المپيک نړيواله اساسنامه کې راغلې او نه يې هم د افغانستان د المپيک ملي کمېټې کړنلاره کې يادونه شوې ده.))
هغه زياته کړه: ((پخوا هم شاهدان وو چې مصنوعي او له وړاندې ټاکل شوې نا قانوني ټاکنې ترسره شوې او يو ځل بيا د هېواد په ورزش او ورزشکارانو ريشخند ووهل شو.))
هغه وويل چې د کړنلارې له مخې بايد د المپيک ټاکنې يوه مياشت وړاندې اعلان شي او په شرايطو برابر کسان ورته نوم ليکنه وکړي، په ټاکنو بايد د نړيوال او اسيايي المپيک کمېټې څارونکي، رسنۍ، د ورزش اړوند مدني ټولنې شتون ولري، خو له بده مرغه چې دوى په کې شتون نه درلود، يوازې د يوې ځانګړي کړۍ ټاکنې وي چې غواړي ورزش له بحران سره مخ کړي.
د رزمي هنرونو د کانګ فو فدارسيون مشر رحيم کانفو هم وويل چې دا ټاکنې يوازې يوه ننداره وه، څو هغه ٦٨ ميليونه افغانۍ بوديجه چې ورزشکارانو ته ځانګړې شوې واخلي او د تېرو کلونو په څېر يې شخصي جېبونو ته کړي.
د مطبوعاتو مسوول محمد حنيف د ظاهر اغبر د څرګندونو په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.
خو ورزشکارانو د ملي ټولنې مشر او ورزشي کارپوه سيد محمد ضياء وويل چې ظاهر اغبر او محمود حنيف د ورزش د بدنامولو او شا ته غورځولو په موخه لستوڼي بډ وهلي او له خپلو شخصي ګټو پرته د بل څه پاړه فکر نه کوي.
د نوموړي په خبره، د موازي فدراسيونونو او المپيک شتون کې اصلاً ټاکنې د منلو وړ نه دي او اړتيا وه چې د فدراسيون ټاکنې په رڼه ډول د کړنلارې او او تګلارې په لرلو سره ترسره شوي واى.
هغه وويل چې په يادو ټاکنو کې هېڅ معيار په پام کې نه و نيول شوى، د المپيک نړيواله کمېټه په پام کې نه ده نيول شوې، په داسې حال کې چې ټاکنې بايد يوه مياشت وړاندې مشخصې شوې واى، په شرايطو برابرو کسانو بايد ځانونه نوماند کړي واى، وروسته به يې د استازو او څارونکو په شتون کې ټاکنې ترسره کړې وای.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










