ژبه

مشرانو جرګه : حج دې له سياست څخه لرې وساتل شي

توسط جاويد هميم کاکړ

اگست 12, 2017 - 6:29 pm

Views: 73

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦) : د افغانستان مشرانو جرګې د سعودي حکومت ستاينه وکړه چې د حج پر مهال د نړۍ د ټولو مسلمانانو خدمت کوي او پر هغو هېوادونو يې نيوکه وکړه چې حج له سياست سره ګډوي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال ډاکټر محمد اصف صديقي د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، سعودي نه يواځې د حج په مراسمو کې، بلکې د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال او له هغه وروسته تر اوسه پورې له افغانانو سره ډېرې مرستې کړې دي.

هغه زياته کړه، د سعودي حکومت چې د حج او عمرې په مراسمو کې د نړۍ د ميليونونو مسلمانانو کوم خدمت کوي، د بل کوم هېواد د وسې کار نه دى او نه يې څوک کولى شي.

صديقي دغه راز په کابل کې د سعودي د سرپرست سفير د وروستيو څرګندونو ستاينه وکړه  چې  وسله والو طالبانو ته يې د ترهګرې ډلې په سترګه کتلي.

د سعودي سرپرست سفير المشاري تېره اوونۍ په يوه مرکه کې ويلي و چې هېواد يې طالبانو  ته د ترهګرې ډلې په  سترګه ګوري او داسې اسناد او شواهد لري چې قطر هېواد له دغې ترهګرې ډلې سره مرستې کوي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال د سعودي له علماوو څخه هم وغوښتل چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو او د هغوى د کړنو پر ضد شرعي فتوا ورکړي.

 د هغه په وينا، وسله وال طالبان  د اسلام له نامه څخه ناوړه او شخصي ګټه پورته کوي او اسلام يې بدنامه کړى دى.

صديقي پر يو شمېر هغو هېوادونو نيوکه وکړه چې د حج مراسم سياسي کوي او ويې ويل چې د حج مراسم مذهبي او په بشپړه توګه له سياست څخه لرې موضوع ده .

هغه زياته کړه، افغانستان د حج د مراسمو او د حجاجو د خدمت په برخه کې د سعودي عربستان د حکومت دتګلارو بشپړ ملاتړ  کوي.

نوموړى وايي، کوم هېوادونه چې غواړي د حج مراسم نړيوال کړي، نو د افغانستان مشرانو جرګه له دې طرحې او پروسې  سره سخت مخالفت کوي .

د مشرانو جرګې مرستيال وويل، سعودي له لسګونو کلونو راهيسې په ښه توګه د حج مراسم پرمخ وړي او په دغه برخه کې پراخې تجربې لري، هېڅ بل هېواد نه شي کولى چې په دې توګه  حاجيانو ته ښه خدمات وړاندې کړي.